د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د خپل زنداني مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره په پېښور کې احتجاج وکړ.
د یاد ګوند مشران وايي د سېپټېمبر ٢٧مې نېټې په مظاهره کې زرګونو کسانو ګډون کړی او د پاکستان له حکومته یې د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
خان وروسته د هماغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویان په داسې حال کې د خپل مشر عمران خان د خلاصون لپاره مظاهرې کوي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عدالت د جولای پر ۳۱مه د تحریک انصاف څه باندې ۱۰۰ غړو ته د بند سزا واوروله.
د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان د جولای پر ۳۱مه ویلي وو چې د پرېکړې پرضد به لوړ عدالت ته ځي. نوموړي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د تحریک انصاف د سیاستوالانو پرضد "سیاسي قضیې بې بنسټه دي."