د بابړې ورځ: پښتانه ځوانان څه ویل لري؟
د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل. په هغه وخت کې د مسلم لیګ خان عبدالقیوم خان پر صوبه واکمن وو او د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح د هېواد ګورنر جنرل وو. پښتانه سیاسي ګوندونه او په ځانګړي ډول عوامي نیشنل ګوند هر کال د بابړې د ناورین یاد لمانځي. خو د پښتنو ځوان کهول د بابړې له ناورینه څومره خبر دی؟ په دې راپور کې نور تفصیل واورئ.