د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير په خپله کابینه کې پراخ بدلونونه کړي دي


د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر
د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر

د خیبر پښتونخوا حکومت په لویه کچه په صوبايي کابینه کې بدلونونه کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې دوو صوبايي وزیرانو فیصل خان ترکي او عاقب الله د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له وزارتونو استعفا ورکړې.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر له دفتره د اکتوبر پر دویمه خپاره شوی بیان کې ویل شوي چې له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړی حمیدالرحمن د اعلا وزیر ځانګړی مرستیال، د فیصل ترکي تر استعفا وروسته ارباب عاصم د لومړنیو او مينځنیو زده کړو ځانګړی مرستیال ټاکل شوي دي.

د صوبې د ايکسایز او ټيکسېشن او نشه يي توکيو د مخنیوي وزیر خلیق الرحمن ته اوس د روغتیا وزارت ورکړل شوی دی. د بدلونونو له مخې د ولسي روغتیا او انجنيرنګ صوبايي وزير پښتون يار ته دلوبو او ځوانانو وزارت، سيد فخر جهان چې مخکې دلوبو او ځوانانو وزير وو، اوس د ولسي روغتیا او انجنيرنګ وزارت ورکړل شوی دی.

دغه راز احتشام ولي څخه د روغتیا وزارت اخیستل شوی او پر ځای يې ورته ايکسايز او ټيکسېشن او نشيي موادو د مخنیوي وزارت ورکړل شوی دی.

د کارګرانو وزیر فضل شکورخان ته د سيلګرۍ، لرغونپوهنې او ميوزيم، محمد اسرار ته د اوبه خور وزارتونه ورکړل شوي او د اعلا وزیر ځانګړي مرستیال ډاکټر امجد ته هم وزارت ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG