پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا حکومت ته امر کړی چې هغه افغان کډوال دې وطن ته نه لېږي چې له پاکستاني وګړو سره یې ودونه کړې وي او ماشومان لري.
د سېبټېمبر پر ۲۶مه د جسټس وقار احمد او جسټس کامران حیات په مشرۍ کې یو قضايي هیت (بېنچ) په خپله پرېکړه کې وویل، د پاکستان حکومت دې هغه افغان کډوال د جبري ایستل کېدو پرېکړې نه مبرا کړي چې له پاکستاني شهریت لرونکو کسانو سره یې ودونه کړي وي.
د پېښور دوو وکیلانو سیف الله محب کاکاخېل او نعمان محب کاکاخېل عدالت ته د هغو افغان کډوالو قضیه وړې وه چې له پاکستانیو وګړو سره یې نکاح کړې، ماشومان لري او اوس د پاکستان حکومت ورته له هېواده د وتلو امر کړی دی.
په پاکستان کې ډېرو افغان کډوالو له ځايي خلکو سره ودونه کړي دي.
بل پلو، د پاکستان مرکزي (وفاقي) حکومت د سېپټېمبر پر ۲۶مه د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په پنجاب کې یې د افغان کډوالو وروستی پنډغالی هم تړلی دی.
د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت سکرټر ډاکټر جاوید احمد د سېپټېمبر پر ۲۶مه رسنیو ته ویلي دي چې د پنجاب د میاوالي په کوټ چندنا سیمه کې د افغان کډوالو وروستی کیمپ هم وتړل شو او اوس په هغه صوبه کې د افغان کډوالو هېڅ رسمي کیمپ نشته.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر اپرېدي هم د دې خبرې پخلی کړی چې په پنجاب کې د افغان کډوالو وروستی کیمپ هم تړل شوی دی.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې یو اېن اېچ سي ار د افغان کډوالو د کیمپونو په تړلو اندېښمن دی او پکار ده چې حکومت افغان کډوالو ته په خپله خوښه، مرحله واره ډول او د باعزته واپسۍ لاره برابره کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم ویلی وو چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل د افسوس وړ ګام دی.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې له یو مېلیون نه زيات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر څلورمه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلې وو چې د اګست په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د ترسره شوې یوې غونډې پر مهال پرېکړه شوې ده چې پي او ار کارډ لرونکي افغانان به افغانستان ته لېږل کېږي. په خبرتیا کې راغلي وو، د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه د حکومت د هغې هڅې یوه برخه ده چې د پاکستان له خاورې غیرقانوني بهرنیان ویستل غواړي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي وو چې د پرېکړې له مخې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو پخپله خوښه د ستنېدو لړۍ به په اګست میاشت کې روانه وي خو د روان کال د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.
د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او نورو صوبو کې مېشت افغان کډوال وايي، غواړي چې خپل هیواد ته ستانه شي خو هلته د روزګار او تعلیم ستونزې دي او طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د جینکو ټول مکتبونه تړلي دي.