افغان ماشومان وايي له پاکستانه ستنېدل نه غواړي
په اسلام اباد کې یوې ناحکومتي خیریه ټولنې په یوه غونډه کې مزدورانو بچیو ته د اختر ډالۍ ورکړې دي. د ایچ ون ټيچ ون فاونډېشن په نوم هغه خیریه بنسټ بې وزله او مزدورو ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي. د مارچ پر ۲۷مه د ډالیو په ترلاسه کوونکو کې زیاتره ماشومان افغان کډوال ول چې په اسلام اباد کې د مزدورۍ تر څنګ زده کړې هم کوي. زده کوونکو مشال راډیو ته وویل چې نه غواړي افغانستان ته ستانه شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت پلان لري چې د مارچ تر پای وروسته د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي افغانان هېواد ته ولېږدوي. موږ له یوشمېر ماشومانو سره خبرې کړې دي.