صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ژوب او شېرانیو خلکو د نومبر پر ۲۳مه او ۲۴مه د خپلو ځنګلونو او ژویو د خوندیتوب لپاره جرګې کړې دي. د جرګو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، ولسونو د "پرګوړ" په نوم له دود سره سم د ځنګلونو او ژویو د ساتلو او ښکار نه کولو پوخ هوډ کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د احتجاج مهال د پښین یو ښاروال سمیع الله ترین مشال راډیو ته وویل چې د پښین واپډا چارواکو لخوا ژمنه شوې وه چې د ښار بجلي به په ۲۴ ساعتونو کې ۹ ساعته ورکول کیږي.
پېښه د سېپټېمبر پر ۳۰مه نېټه سهار د کوټې په ماډل ټاون کې د ملیشه ځواک مرکز سره نېزدې شوې او پر دې مهال د ډزو غږونه اورېدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د کوټې د پښتو اکاډمۍ په اول وار د ۲۰۱۵ز کال د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتنو د کلتور ورځ لمانځلې وه او له هغې راهیسې هرکال په همدې نېټه دا ورځ د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان او افغانستان په نورو ښارونو کې هم لمانځل کېږي.
د پښتنو د کلتور د ورځې په مناسبت د بلوچستان په سرښار کوټه او نورو ښارونو کې غونډې جوړې شوې وي. د ۲۰۱۵ز کال راهیسې د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتنو د کلتور د ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د د سېپټېمبر په اوومه ویلي وو، احتجاج کول د هر چا حق دی خو چاته به د لارو بندولو اجازه ورنه کړي.
د بلوچستان د بیړني عملیاتو مرکز انعام الله رسنیو ته ویلي چې د دې کمپاین لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي او په روان کمپاین کې به ۸،۹۳۳ ټیمونه به برخه اخلي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د بلوچستان په بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو کې د خیبر پښتونخوا له سېلاب ځپلو سره د مرستې کیمپونه لګولي دي. هغو کیمپونو ته ځايي وګړي ورځي او تر خپلې وسې چنده ورکوي. ویډيويي رپورټ.
د بلوچستان د کانونو مشر څارونکي (چیف انسپکټر ماینز) عبدالغني د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د څماولنګ په یو کان کې شوې وه.
د جولای پر ۲۸مه د بلوچستان په ۱۲۳ سیمو کې د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو بهیر پیل شو. په دې کمپاین کې چې اته ورځې به دوام کوي ۸۸۵،۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
د کوټې اوسېدونکی عبدالرحمان بلوڅ د یخ جوړولو په کارخانه کې مزدوري هم کوي او سږ کال د بلوچستان د ولسي یا عامه خدماتو د کمېسیون (بلوچستان پبلک سروېس کمېشن) د مقابلې په ازموینه کې بریالی شوی دی. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین د نواباد اوسېدونکی فیض الحق کاکا له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې په یو ښوونځي کې د نایب قاصد دنده ترسره کوي. نوموړي تر ابتدايي ښوونځي وروسته زده کړې نه وې کړې او سږ کال په ۵۶ کلنۍ کې له میټرک (۱۰م ټولګي) فارغ شو. ویډیويي رپورټ.
په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې خال خال مېرمنو پخوا هم فعالیت درلودلو خو د ګوند عهدې ورسره نه وې. ګوند تازه په خپله پرېکړه کې څلورو مېرمنو ته په مرکز او صوبو کې عهدې ورکړې دي.
په دې اړه د کوټې په ایوب سټېډیم کې شوې جلسه کې په زرګونه د نوموړي مړی د جون پر ۲۳ مه په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته سپارل شوی وو. صمد شبنم په دې اړه رپورټ وړاندې کوي.
د جون په درېیمه په ټاکلو ۲۲ ټاکنیزو مرکزونو کې د رایو له دوباره شمېرلو وروسته د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ په ژوب کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې په یاده حلقه ده انتخابات ګټلي دي.
د کوټې پولیسو ویلي چې د مې پر ۳۱ مه پر یوه موټر بمي چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې په موټر کې سپاره د سردار عبدالسلام بازي او سردار عبدالنافع بازي په نامه کسان وژل شوي او ۷ نور کسان ژوبل شوي دي.
د سوراب ضلعې مرستيال انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) شه اکبر د مې پر ۳۱مه رسنيو ته ويلي دي چې وسلوالو تېره شپه د عوايدو د انتظامي مشر هدايت الله بليدي پر کور بريد وکړ او د هغه کور ته يې اور ورته وکړ.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې ژوب اوسېدونکې شازیه خپلواک يوه له هغو ډاکټرانو ده چې د بلوچستان کلیوالو او غريیزو سیمو ته ځي او هلته ښځو ته د امیندوارۍ او له هغه سره اړوند نورو ناروغیو په اړه پوهاوی ورکوي او درملنه يې کوي.
په کوټه کې د پښتون ژغورنۍ غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون يوشمېر ملتپاله ګوندونو له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ايستلو، د پي ټي اېم د مخکښانو د زنداني کېدو او په بلوچستان کې د روانې ناامنۍ، احتجاجي لاریون کړی دی.
نور وښیئ