د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د صوبې د امنيت په اړه د بحث په وخت پر امنيتي ځواکونو نيوکې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په ودانۍ کې د بحث پر مهال په پېښور کې د اېف سي ځواک پر مرکزي دفتر د نومبر د ۲۴مې وسلوال برید غندنه وشوه.
خو صوبايي حکومتي غړو پر وفاقي حکومت او د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کړ چې په صوبه کې په امن قایم ساتلو کې پاتې راغلې دي.
پر امنيتي ځواکونو نیوکې
د پاکستان تحریک انصاف صوبايي وزیر امجد علي د نومبر پر ۲۵مه د غونډې پر وخت په خپله وينا کې وويل چې د وفاقي حکومت چارواکي دعوه کوي چې وسلوال له افغانستانه پاکستان ته ورځي خو نوموړي پوښتنه وکړه چې په سرحدونو کې ولاړ پوځيان یې ولې مخه نه نیسي؟
هغه دا پوښتنه هم ورزیاته کړه چې دا څنګه امکان لري چې وسلوال دې له افغانستانه تر اسلام اباد ورسي او ځای پر ځای موجودې امنیتي پوستې (چېک پوسټونه) دې یې مخه نه شي نیولای؟
نوموړي وويل: "تاسي ټولنيزې رسنۍ وګورئ، د ټولو خلکو دا پوښتنه ده چې وسلوال څنګه له پولې تر دې ځایه رارسېږي. موږ کومه اداره نه په نخښه کوو خو امنيت چې د کومې ادارې ذمه واري ده، هغوی ته به یې د پوره کولو لپاره يادونه کوو."
د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.
البته په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغه ګوند غړي سردار شاه جهان د غونډې پر وخت په خپله وينا کې د وفاقي حکومت دفاع وکړه.
نوموړي د واکمن تحريک انصاف له غړو وغوښتل چې پر وفاق دې د نيوکو پر ځای دې خپله حکومتولي ښه کړي.
هغه زیاته کړه چې صوبايي حکومت بايد خپله هم د امنيت ساتلو لپاره ځينې ګامونه واخلي.
د نومبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د سپیکر بابر سلیم سواتي په مشرۍ ګڼګوندیزه جرګه شوې وه چې د نورو مسايلو ترڅنګ یې ډېره برخه د امنيت په اړه بحثونه ول.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د هغې جرګې د پرېکړه ليک لوستو پر مهال ويلي ول چې د صوبې خلک یې نورې قربانۍ نه شي ورکولی او د پاکستان امنيتي ځواکونه دې د "امن برابرولو" ذمه واري تر سره کړي.
کرفيو او له افغانستان سره بندې لارې
له شمالي وزيرستانه د خیبر پښتونخوا غړي نېک محمد وزير د اسمبلۍ په غونډه کې د تنقيد په کولو وويل چې امنيتي ادارې امن نه شي راوستی خو "هره ورځ یې د کرفيو (ګرځبندیزونو) په لګولو د خلکو ژوند تريخ کړی" دی.
وزير همداراز زياته کړه چې وفاقي حکومت دې له افغانستان سره ټولې لارې ژر تر ژره خلاصې کړي.
د هغه په وينا، د لارو د تړل کېدو زیان د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو قامونو ته رسي نو ځکه بايد په هېڅ صورت بندې پاتې نه شي.
د اسمبلۍ ګڼو غړو پر وفاقي حکومت نيوکې وکړې د غلطې بهرنۍ پاليسۍ په عملي کولو یې ګاونډیان له پاکستانه بېزاره کړي دي.
د تحريک انصاف يو بل غړي عبدالکريم خان بيا د پاکستان پر پوځ نيوکې وکړي چې د "ښو او بدو" طالبانو پالیسي نه پرېږدي نو ځکه یې په وينا، "ترهګري" نه ختمېږي.
که امن غواړئ، وسلوال په ښو او بدو مه وېشئ.عبدالکريم خان
ده وویل، "که امن غواړئ، وسلوال په ښو او بدو مه وېشئ" او زیاته یې کړه، "وفاقي حکومت دې په ايين کې د ترميمونو په کولو د پوځ د واکونو د زياتولو پر ځای، دا يقيني کړي چې د چا کار امن راوستل دي، هغوی دې بې توپيره امن راولي."
د پاکستان پوځ لا د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د غړو د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې دا دريځ تکرار کړی چې د وسلوالو ترمنځ توپير نه کوي او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې د ډېرو سرتېرو قرباني ورکړې ده.
په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې بې له توپیره یې د وسلوالو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي او دا چې د خیبر پښتونخوا په ګډون یې د هېواد په مختلفو برخو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د افغان طالبانو د حکومتي او د پاکستاني پوځيانو ترمینځ په اکتوبر کې له نښتو راهیسې د تورخم او چمن په ګډون ټولې لارې بندې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې دعوه کړې وه چې هغه لارې د امنیت ساتلو لپار بندې دي.
نوموړي زیاته کړې وه چې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه ورکړي.
اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځي ته اړتیا نه لري.