د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو د ورکو خپلوانو لپاره مظاهرې کړې دي


د لادرکه بلوڅانو د کورنۍ غړي د احتجاج په حال کې (انځور له ارشيفه)
د لادرکه بلوڅانو د کورنۍ غړي د احتجاج په حال کې (انځور له ارشيفه)

د جبري لادرکه شويو بلوڅانو کورنيو غړو په اسلام اباد، کراچۍ او کوټه کې د اختر پر ورځ د مظاهرو په کولو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې خپلوان دې یې ورستانه کړي.

د مې پر درېيمه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته شوې مظاهرې ته سیما بلوڅ خبرې وکړي او و یې ویل چې ورور یې شبیر بلوڅ په ۲۰۱۶ز کال کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په لاس غیب شو چې تر اوسه نه دی موندل شوی.

هغې وويل چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان له نوي اېتلافي حکومته غواړي چې ټول ورک کسان دې پيدا کړي او که پر چا څه تور وي، نو په عدالتونو کې دې پرې مقدمې وچلوي. "زموږ اختر داسې وي. هر کال په نور پاکستان کې خلک خوشالۍ لمانځي خو موږ اوښکې تويوو."

د بلوچستان په سرښار کوټه کې هم احتجاج وشو او د ورکو کسانو کورنيو غړيو لاريونونه وکړل. په لاریون کې اکثره هغه کورنۍ شاملې وي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې يې په کوټه کې د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی او د خپلوانو د موندلو غږ پورته کوي.

د مې پر درېيمه، په پلازمېنه اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ او پرېس کلب مخې ته په شویو پرلتونو کې د بشري حقونو فعالانو د غيب کړل شویو بلوڅ زده کوونکو لپاره اواز پورته کړ. پرلتوالو د حفیظ بلوڅ او بابګړ امداد تصویرونه لګولي ول. دوی غوښتنه کوله چې په پوهنتونونو کې دې د قوميت په بنیاد د بلوڅانو په نښه کول ودرېږي.

دوی پر ټولنيزو رسنيو (سوشل ميډيا) په خپرو کړو ويډيوګانو کې ويلي چې "نور پاکستان د اختر خوشالۍ لمانځي مګر دوی د خپلوانو راتګ ته د انتظار اوښکې تويوي."

د ټولنيزو رسنیو ځينو کاروونکو او د بشري حقونو فعالانو هم له بلوڅانو سره د یووالي او خواخوږۍ په ښودو پر حکومت غږ کړی چې د لادرکه خلکو مسله دې جدي وګڼي او حل دې یې کړي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.

د بښنې نړيوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل د مارچ پر ۲۹مه په خپل کلني راپور کې ويلي ول چې په پاکستان کې په زور د خلکو ورکولو تور پر امنيتي ځواکونو پورې کېږي او هغوی دا واک لري چې خلک خوشې کړي. د دوی په وينا، له امنيتي ځواکونو باید "حساب وغوښتل" شي ځکه چې په وينا یې که د حساب ورکولو ویره نه وي‌ نو دا مسله به همداسې ناحله پاتې وي.

د لاردکه بلوڅانو د خوشې کولو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) مشر ماما عبدالقدير بلوڅ له مشال راډيو سره په خبرو کې دعوه کړې چې د دوی د سازمان له شمېرو او اسنادو سره سم، له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۲ز کال پورې تر ۵۴،۰۰۰ څخه زیات خلک ورک شوي دي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د جبري لادرکه کسانو شمېر په زرګونو نه دی. د بشري حقونو ادارو په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور پر دې خبره سخت تنقید کړی وو چې په وینا یې، نه غواړي څوک په زوره ورک کړي خو په "جنګ کې هر څه جايز" دي. هغه زیاته کړې وه چې ځينې ورک ګڼ کېدونکني بلوڅان له وسله والو ډلو سره يو ځای شوي او په عملياتو کې وژل شوي دي.

په پاکستان کې ورکو کسانو د موضوع هواري او څېړنې په ۲۰۱۱ز کال کې يو حکومتي کمېشن جوړ شو. دې کمېشن د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ مياشت کې اسلام اباد های کورټ ته د يوې عدالتي کارروايي پر وخت په جمع کړي راپور کې ويلي ول چې له ۸،۴۶۳ ورکو څخه یې د ۲،۲۴۹ کسانو قضیې حل کړي دي. له راپور سره سم، ۵۵۰ کسان داسې دي چې د عدالت پر امر سربېره امنيتي ځواکونو نه دې خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG