د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون


په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په اسلام اباد کې لسګونه فعالانو او زده کوونکو د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکي حفیظ بلوڅ او نورو ورکو کسانو د موندلو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی. د مارچ پر شپږمه لاریونوالو پر خولو او سترګو پټۍ تړلې وې، لاسونو ته یې زنځیرونه اچولي ول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې ټول ورک بلوڅان پیدا کړي او که ورباندې څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. حفیظ بلوڅ په فبرورۍ کې د بلوچستان له خضداره ورک شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې یوشمېر فعالانو د ورکو کسانو موندلو لپاره د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته هم دوام ورکړی. فعالې ډلې او د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو د ورکولو تور پورې کوي چې خو پوځ تل دا تور رد کړی. په پاکستان کې د ورکو خلکو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په یوه رپورټ کې ویلي چې تر اوسه یې تر ۸،۴۰۰ زیاتو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړي دي چې پکې څه باندې ۳،۲۰۰ ورک کسان کورونو ته ستانه شوي او نور د بېلابېلو تورونو پر اساس بندیان دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG