د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: له دوبۍ څخه د بلوڅ سوداګر د ورکېدو ضد مظاهره شوې


د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه لسګونه کسانو د عبدالحفیظ بلوڅ د ورکېدو ضد مظاهره وکړه.
د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر دویمه لسګونه کسانو د عبدالحفیظ بلوڅ د ورکېدو ضد مظاهره وکړه.

د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو او مدني فعالانو په کراچۍ کې د مظاهرې پرمهال د پاکستان پر حکومت او امنیتي ادارو نیوکې کړې دي او تور یې پورې کړ چې له هېواده بهر یې د یو بلوڅ وګړي د نیولو هڅې کړې دي.

دوی د فبرورۍ پر دویمه د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې تور پورې کړ چې د جنورۍ پر ۲۷مه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه د عبدالحفیظ بلوڅ په نوم یو سوداګر ورک شوی دی. دوی د اماراتو له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغه د موندلو او خوشې کولو هڅې وکړي.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د قضیو څېړلو کمېشن او د متحده عربي اماراتو حکومت د بلوڅ د ورکېدو موضوع په اړه هېڅ نه دي ویلي خو د پاکستان پوځ په بیا بیا د خلکو د جبري بې درکیو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځ د خلکو په ورکېدو کې هېڅ لاس نه لري.

د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره هڅې کوونکی سازمان (وایس فار بلوڅ مېسېنګ پرسنز) یوه غړي عبدالوهاب بلوڅ د کراچۍ احتجاج پرمهال وویلل، عبدالحفیظ بلوڅ په بلوچستان کې د خراب وضعیت له وجې له خپلې کورنۍ سره له هېواده بهر تللی وو او له ۱۰ کلونو راهیسې په دوبۍ کې اوسېده خو د جنورۍ له ۲۷مې راهیسې ورک دی.

له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې زموږ د کورنۍ د غړو او خپلوانو د ورکېدو سلسله روانه ده.
فاطمه زهري بلوڅ

هغه په متحده عربي اماراتو کې د دوبۍ له حکومته وغوښتل چې که بلوڅ ورسره وي، نو د پاکستان حکومت ته دې یې نه سپاري. "که عبدالحفیظ [بلوڅ] یې د پاکستان د امنیتي ادارو په وینا له دوبۍ څخه نیولی وي، نو دا ډېره غمجنه خبره ده. اوس دا خبره ښکاره ده چې بلوڅان په نورو هېوادونو کې هم ځورول کېږي. که پر [بلوڅ] د کوم جرم تور وي، نو د اماراتو په عدالتونو کې دې ورباندې مقدمه وچلېږي."

د بلوڅ خور فاطمې زهري بلوڅې مظاهرې ته په وینا کې وویل چې دا لومړی ځل نه دی چې د کورنۍ یو غړی یې ورکېږي. "له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې زموږ د کورنۍ د غړو او خپلوانو د ورکېدو سلسله روانه ده. تر [عبدالحفیظ بلوڅ] مخکې زما بل ورور چې ۱۳ کلن وو، په بلوچستان کې تر ورکېدو وروسته ووژل شو. بیا تر هغې وروسته مې پلار هم ووژل شو. تېر کال زما مېړه عبدالحمید زهري هم له کراچۍ ورک شو چې تر اوسه نه دی موندل شوی."

د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان یوه بل غړي وویل چې اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې بلوڅان، پښتانه او سیندیان تر فشار لاندې دي خو د خپلې دې دعوې د ثابتولو لپاره یې مثالونه ور نه کړل.

د پاکستان او د اماراتو حکومتونو د بلوڅ د ورکېدو په اړه څه نه دي ویلي. خو په پاکستان کې د ورکو کسانو د قضیو د هواري سرکاري کمېشن وايي، د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په هېواد کې ۳۴ کسان ورک شول.

د سرکاري کمېشن له تازه ارقامو سره سم، د پوځ په حراستي مرکزونو کې ۹۳۹ کسان بندیان دي چې پکې ۷۸۱ د خیبر پښتونخوا، ۹۱ د پنجاب، ۴۱ د سیند، ۲۰ د اسلام اباد او دوه د بلوچستان اوسېدونکي دي.

سرکاري کمېشن وايي، تر اوسه ورسره د ۸،۴۱۵ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۶،۱۶۳ هغه هوارې کړې دي.

دا سرکاري کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوی او له هغه وخت راهیسې د ورکو کسانو د موندلو او د هغوی د قضیو د هواري هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG