د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې هم په پاکستان کې د حکومت او یا د حکومتي کارکوونکو (اېجنټانو) له لوري د ماورای عدالت وژنو، جبري تښتونو، تشدد، غیرانساني چلند یا سزاګانو او د بیان پر ازادۍ د سختو محدودیتونو په ګډون یوشمېر پېښې ثبت شوي دي.
د پاکستان نویو واکمنانو د دې راپور په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا هوډ ښوولی وو چې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي اقدامات کوي.
په دې کلني راپور کې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو کې د بشري حقونو ارزونه وړاندې کېږي.
د اپرېل پر ۱۲مه، د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د راپور وړاندې کولو پر مهال په وینا کې په ځانګړې توګه د پاکستان په اړه څه و نه ویل خو د چین او افغانستان ترڅنګ یې پر اوکراین د روسیې د یرغل، د ایتوپیا صورتحال او د ایران حکومت د کړنو ذکر هم وکړ.
پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د پاکستان په حواله لیکل شوي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په هغه هېواد کې پر خبریالانو تشدد او د هغوی تښتونو او جبري ورکونو دوام درلود. په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ز کال کې هغو خبریالانو ته دړکې شوي او یا پرې تشدد شوی چې د ملکي حکومت او پوځ ترمینځ د ترینګلتیا په څېر پر حساسو موضوعاتو خبرونه جوړوي.
په راپور کې راغلي، په اسلام اباد کې د مشال رېډیو دفتر چې په ۲۰۱۸ز کال کې تړل شوی وو، تر اوسه بند دی او د امریکا غږ د پښتو او اردو ووبپاڼې هم تر اوسه بندې دي.
راپور زیاتوي، د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره د پاکستان سرکاري کمېشن ویلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې یې د ۸،۱۰۰ ورکو کسانو د مقدمو اورېدنې پیل کړې چې پکې یې تر جولای پورې د ۵،۸۵۳ کسانو هغه هوارې کړې دي.
په حملو کې مرګ ژوبله
د دې ترڅنګ په ۲۰۲۱ز کال کې پر عامو وګړو، پولیسو او سرتېرو "ترهګر" او پر پوله د افغانستان له لوري بریدونه شوي دي چې پکې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور د ترهګرۍ او ناامنیو معلوماتو غونډوونکې ووبپاڼې جنوبي ایشیا ټیررېزم پورټل په حواله بیا وايي چې د سېپټېمبر له ۳۰مې راهیسي ۳۰ ترهګر بریدونه شوي چې پکې ۴۹۵ کسان وژل شوي دي خو په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه ډول بریدونو کې ټول ۵۰۹ کسان وژل شوي وو.
وژنو کې د امنیتي ادارو د ککړتیا تورونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې تور پورې شوی چې د پاکستان حکومت او کارکوونکو (اېجنټانو) یې "ګڼې غیرقانوني وژنې" کړي دي. راپور په دې لړ کې مثالونه هم ورکړي او ویلي یې دي چې د جنورۍ پر ۲۰مه د بلوچستان یو ځايي عدالت په تربت کې د زده کوونکي حیات بلوڅ په وژنه تورن د اېف سي ځواک غړي شادي الله ته د مرګ سزا واوروله خو بیا د بشري حقونو بلوڅ مبارزانو احتجاج وکړ چې عدالت په دې وژنه کې د اېف سي ځواک لوړپوړی افسر سزا نه کړ.
همداراز، د فېبرورۍ پر ۲۷مه په کوټه کې د عوامي نیشنل پارټۍ د مخکښ اسد خان اڅکزي مړی وموندل شو. اڅکزی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې هغه مهال ورک شوی وو چې له چمنه کوټې ته په یوه سیاسي غونډه کې د ګډون لپاره روان وو.
د امریکا په دې راپور کې چې څه ویل شوي، زما په نظر هغه ټول ریښتیا دي.عایشه صدیقه
د دفاعي چارو پوهه او څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي پاکستان یو جمهوري هېواد دی خو پکې امنیتي ادارې زیاتې ځواکمنې دي.
نوموړې د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل، د همدې امنیتي او استخباراتي ادارو د زیات واک په نتیجه کې د بشري حقونو سرغړونې کېږي. "د امریکا په دې راپور کې چې څه ویل شوي، زما په نظر هغه ټول ریښتیا دي. د پاکستان سیاسي حکومت [هم] د بشري حقونو په خلاف ورزیو کې لږ لاس لري البته ریاستي ادارې په دې کې زیاتې ککړې دي."
په پاکستان کې اکثر پر پوځ او استخباراتي ادارو د زیات واک لرلو او د بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې کېږي چې هغه تل رد کړي دي او وايي، د هېواد او د ولس د دفاع لپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کوي.
د قوانینو نه عملي کېدل
د بشري حقونو د ارزونې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان قانون د بې بنسټه ګرفتاریو او د خلکو بندي کولو مخه نیسي او هر تن ته حق ورکوي چې د خپلې ګرفتارۍ یا حراست په اړه عدالت ته ولاړ شي خو په پاکستان کې "زیاتره وختونه" چارواکي پر دې عمل نه کوي. راپور مثال ورکوي چې د جون پر درېیمه په کواټ کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اته ساعته په بند کې تر ساتلو وروسته خوشې کړ.
پښتین په بنو کې د یو ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې پر ضد په احتجاج کې د برخې اخیستو لپاره روان وو چې ونیول شو.
راپور وايي، پر منظور پښتین او په ملګرو کې یې د اکثرو پروړاندې د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو تورونو پر سر مقدمې دایرې شوې دي.
راپور دا هم وايي چې په جانيخېلو کې د څلورو هلکانو او وروسته د یو مشر د وژنو په غبرګون د پرلت ختمولو پر مهال د حکومت له خوا د پلټنو، سیمه له وسله والو پاکولو او متاثره کورنیو ته د معاوضو ورکولو په لړ کې ژمنې نه دې عملي شوې.
خو د قانوني چارو پوه شبیر حسین ګېګاڼی وايي، د دې لامل دا دی چې په پاکستان کې د قوانینو په سمه توګه د نه عملي کېدو او ذمه وارو ته د سزا نه ورکولو تر شا په تفتیشي نظام کې کمزوریانې دي. "شپږ میاشتې مخې حکومت د ورکو کسانو په اړه یوه قانوني مسوده جوړه کړې وه خو هغه په پارلېمان کې [پرته] ده. قوانین شته خو ورباندې څوک عمل نه کوي."
پر سیاستوالانو مقدمې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور دا هم وايي چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر پر څلورمه د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر او د اوسني وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شریف پرضد د تورو پیسو سپینولو (مني لانډرنګ) د کېس اورېدنې پر مهال قاضي د پلټنو پر وفاقي ادارې (اېف ای اې) د ورو پلټنو پر سر انتقاد وکړ.
په راپور کې ویل شوي چې د سیند صوبې حکومت له جنوري څخه تر اګسته پورې په ۹۶۰ پولیس نښتو او عملیاتو کې ۹،۶۲۸ کسان نیولي یا وژلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو صورتحال په اړه په راپور کې په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو تشدد، پر اقلیتونو د حملو او امتیازي چلند په ګډون د نورو مسلو په اړه هم ذکر شوی دی.
حکومتي دریځ
د پاکستان نویو واکمنانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اړه لا څه دې ویلي خو تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ اېتلافي حکومت کې د بشري حقونو لپاره پارلېماني سېکرټر لال چند ملهي مشال رېډیو ته ویلي ول چې حکومت د بیان پر ازادۍ باور لري، د جبري تښتونو د مخنیوي هڅې کوي او د مذهبي ازاداۍ په ګډون پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره یې یوشمېر اقدامات کړي دي.
له دې پرته پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي ول چې د هېواد خبریالان او رسنۍ له ټولو ازادیو برخمن دي.
د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ هم پارلېمان ته د جبري ورکونو د مجازاتو او همداراز د خبریالانو د خوندیتوب قانوني مسودې وړاندې کړې وې.
همداراز، په صوبايي کچ واکمنو ګوندونو هم د ښځو د حقونو د ساتنې قانوني مسودې منظورې کړې وې او هوډ یې ښوولی وو چې په زور د ښځو د ودولو او پر هغوی د کورني تشدد د مخنیوي اقدامات کوي.
د سرغړونو په اړه د بلېنکن څرګندونې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د بشري حقونو د وضعیت په اړه د کلني راپور وړاندې کولو پر وخت په وینا کې د یوشمېر هېوادونو یادونه وکړه.
ده وویل، وویل چې د تېرو یوشمېر کلونو راهیسي په نړۍ کې د جمهوریت، قانون سرلوړۍ او د بشري حقونو د درناوي په لړ کې صورتحال خطرناکه شوی دی. "نن په ۶۵ هېوادونو کې له یو مېلیونه زیات سیاسي قیدیان دي. د چین حکومت په سینکیانګ کې چې پکې زیاتره یوغور مسلمانان اوسي، د اقلیتونو نسل وژنې او د بشریت خلاف جرمونو، په هانګ کانګ کې یې د بنیادي ازادیو او خودمختارۍ ختمولو او په تبت کې په سېسټماټیکه توګه جبري کړنو ته دوام ورکړی دی. په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتګ وروسته بشري بحران پیدا شوی چې په نتیجه کې یې بشري حقونه ختم شوي دي."
بیجنګ او په کابل کې د طالبانو حکومت د امریکا د بهرنیو وزارت راپور موندنې رد کړې دي.