په منځنۍ کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله د لیل ګډې، خټکه مېنې (مېله هم بلل کېږي)، کونډلي بابا او تاړي سيمو اوسېدونکو يو ځل بیا کډې اېستل پیل کړي دي.
له لیل ګډې بې کوره شوي یوسف خان د ډېسېمبر پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې په سیمه کې تر بریدونو د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ تر نښتو وروسته او د منتو کلا امنیتي مشرانو ورته د ډېسېمبر پر درېیمه وویل چې د وسلوالو ضد عملیات کول غواړي نو ځکه دې کورونه پرېږدي.
مشال رېډیو د سیمې د اوسېدونکو څرګندونو په اړه د انتظامي چارواکو او امنیتي ځواکونو دریځ ترلاسه نه کړای شو.
ځايي خلک وايي، وسلوالو د ډېسېمبر پر درېیمه د منځنۍ کورمې له منتو کلا سره نېزدې پر پوسته په برید کې یو سرتېری وژلی وو.
تر دې وړاندې د نومبر ۳۰مه هم په چنارک کې وسلوالو پر پوسته برید کړی وو چې پکې یې دوه پولیس وژلي او دوه ژوبل کړي ول.
د پاکستان پوځ لا پر دې موضوع رسماً څه نه دي ویلي خو ځايي خلک وايي چې د ډېسېمبر درېيمې برید یې د بې کورۍ سبب شوی دی.
په پیر قیوم کې د لیل ګډې اوسېدونکي خیال بادشاه د ډېسمېبر پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې دوه ورځې وړاندې تر ۲۰ پورې ورغلیو وسلوالو ته يې "منت زارۍ" وکړې چې له سیمې دې وځي او پر چا دې حمله نه کوي خو د ده په خبره، هغوی یې خواست و نه مانه.
بادشاه زیاتوي چې "حیران" او "پرېشانه" دی ځکه چې یو خوا وسلوال او بلې خوا ته پوځیان دي او ولسي وګړي د هغو "دوو زورورو" په مینځ کې ګېر شوي دي.
اخوا په کورمه کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د نظم ادارې ځايي مشر شېراز بادشاه د ډېسېمبر پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې په تیندو سیمه کې یې په کیمپ کې د بې کوره شویو د مېشتولو لپاره تیاری نیولی دی.
خو ده زیاته کړه چې تر اوسه هېڅ کډوال پنډغالي ته نه دی ورکړی.
د منځني کورمې په کونډلي بابا او ورسره شاوخوا علاقو کې تر دې وړاندې هم د وسلوال طالبانو ضد پوځي عملیات شوي ول. پوځي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې هدف یې له وسلوالو سیمه پاکول دي خو ځايي خلک وايي، عملیاتو ورته له زیان رسولو پرته بله ګټه نه ده رسولې ځکه چې وسلوال طالبان یو ځل بیا هلته ورغلي دي او پوځ هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
شاوخوا دوه لسیزې مخکې په منځنۍ کورمه کې د وسلوالو پاخه مرکزونه ول خو د ۲۰۱۰ز کال په پراخو پوځي عملياتو کې وسلوال له سیمې څخه وتښتېدل چې په نتیجه کې يې په سيمه کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی وو.
خو هلته په وروستیو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي دي او پر امنیتي ځواکونو يې يوشمېر بریدونه کړي دي. د دې ترڅنګ په سيمه کې د ولسي وګړو د وژلو او تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.