د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلم ریسانی: بلوچستان اسمبلي دې د جبري ورکو کسانو لپاره یوه تګلاره وټاکي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې تل د ورکو بلوڅانو لپاره احتجاجي ناسته کېږي
د بلوچستان په مرکز کوټه کې تل د ورکو بلوڅانو لپاره احتجاجي ناسته کېږي

د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه ماځیګر مهال د بلوچستان اسبملی په غونډه کې د حزب اختلاف له لوري یوځل بیا په صوبه کې د لادرکه کسانو ستونزه راپورته شوه او له حکومت یې په دې باب د اخیستو ګامونو تپوسونه وکړل.

د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساني وویل چې یوڅوک مړ شي نو خلک فاتحه ته ورځي خو چې یوڅوک لادرکه شي نو بیا به خلک څه کوي؟

د نوموړي په وینا چې په تېرو ورځو کې یو کس نعمت لاشاری له خپل کور څخه پورته شوی دی او ماشومان یې نن دلته په اسمبلۍ کې پوښتنه کوي.

نوموړي وویل، د لادرکه کسانو په اړه ټولې اسمبلۍ ته پکار دي چې یوه تګلاره وټاکي او دا عمل باید وغندل شي ځکه چې دا هېڅ طریقه نه ده چې بې له څه پوښتنې خلک له کوره پورته کړه او بیا یې له ځان سره یوسه.

شاغلي ریساني زیاته کړه که څوک په ګولۍ ویشتل کېږي نو خپل عزیزان یې په ادیره کې شخ کړي او بیا یې فاتحه کېږي لاکن چې له کوره یې پورته کوي نو د هغه څخه خوب او نفرت دوا ړه زیاتېږي.

پر دې مهال د بلوچستان کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وویل چې د لادرکه کسانو لویه برخه یې خپلو کورونو ته رسېدله ده، بیا په خاصه توګه چې کوم لیسټ د لادرکه بلوڅانو له لوري حکومت ته ورکول شوی وو، په هغه کې ۹۰ فیصد خلک موندل شوي دي. د نوموړي په وینا پاتې برخه کې یې ځینې بهرني هېوادونو ته تللي دي، ځینې له وسله والو ډلو سره په غرونو کې ول او ځینې یې له ادارو سره د پلټنو په خاطر موجود ول.

ضیا لانګو زیاته کړه چې د میرعبدالقدوس بزنجو په مشرۍ راغلی حکومت د ورکو کسانو په باب یوشمېر غونډي کړې دي او د لادرکه کسانو خپلوان یې هم په اعتماد کې اخیستي دي.

د اسمبلۍ غونډې ته د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو وینا وه چې د لادرکه کسانو په اړه یې صوبايي حکومت ډېرسنجیده دی او په دې هڅه کې دي چې دا ستونځه له یوې مخې هواره شي.د نوموړي په وینا چې د لادرکه کسانو په اړه یې د کورنيو چارو په وزارت کې یو سیل جوړ کړی دی او د دې مرکز له لارې د ورکو کسانو خپلوان حکومت ته رپورټ ورکولای شي.

اعلا وزیر ډاډ وښود چې ژر به د ورکو کسانو په مسله کې مثبت بدلون راشي.

خپله د تری تم بلوڅانو خپلوانو ټولنې مشر نصرالله بلوڅ هم وايي چې صوبايي حکومت ته د ورکو کسانو سپارلي لیسټ کې ډېر پرمختګ شوی دی.

د نوموړي په وینا له ۲۰۱۹ز کال راهیسې چې یې کوم لیسټ حکومت ته سپارلی وو، په هغه کې ۴۹۰ کسان راغلي دي ځکه چې دوی د اتو سوو کسانو لسټ ورکړی وو.

بلوچستان پوهنتون کې د دوو تری تم زده کوونکو لپاره احتجاج
بلوچستان پوهنتون کې د دوو تری تم زده کوونکو لپاره احتجاج

د تری تم بلوڅانو خپلوانو ټولنې مشر نصرالله بلوڅ زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د جبري لادرکه کېدلو او د خراب شویو مړو موندلو لړۍ درېدلې وه خو سږکال یوځل بیا زیاته شوې ده، د بلوچستان له پوهنتونه دوه زده کوونکي د نومبر په میاشت کې لادرکه شوي دي خو لا یې هم پته نه لګېږي او د هغې پېښې په غبرګون کې پوهنتون هم بند شوی وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG