د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو نړیواله ورځ او پاکستان کې یې صورتحال


په کوټه کې د ورکو بلوڅانو خپلوان احتجاج کوي. انځور - ارشیف
په کوټه کې د ورکو بلوڅانو خپلوان احتجاج کوي. انځور - ارشیف

په داسې حال کې چې د ډېسېمبر ۱۰ مه د انساني حقونو نړیواله ورځ لمانځل کېږي پاکستان کې د ورک کړل شویو خلکو او د مذهبي لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکې غیر حکومتي ادارې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

د انساني حقونو فعالان وايي، په دې هېواد کې په زور د خلکو ورکول یوه لویه مسله ده چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې ډېره زیاته شوې ده.

د ورکو کړل شویو خلکو د موندنې لپاره کارکوونکې یوه غیر حکومتي اداره (ډیفنس اېف هیومن رایټس) د انساني حقونو په نړیواله ورځ په اسلام اباد کې د پارلېمان ودانۍ مخې ته یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته کوي.

د دې ادارې ویاندې عایشه مسعود جنجوعه د ډېسېمبر پر نهمه مشال رېډیو ته وویل دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په زور لاردکه کړل شوي خلک دې ژر تر ژره موندل شي.

"سږکال د انساني حقونو نړیواله ورځ موږ په پاکستان کې د ورکو کړل شویو خلکو د متاثرینو په نوم کړې ده. په دې کې د ورکو کړل شویو کسانو کورنۍ ګډون کوي. د یو تن ورکېدل د هغه د کورنۍ لپاره د هغه تر وژل کېدو هم ډېر دردوونکی اثر لري. موږ وایو چې که دې کسانو څه غلط کار کړی وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي او قانوني سزا دې ورکړل شي. خو د یو تن ورکول نه یوازې په دغه تن بلکې د هغه په مېرمن، بچو او مور پلار هم ډېر لوی ظلم دی."

د عایشه مسعود جنجوعه په وینا، د دوی له ادارې سره په تېرو ۱۰ کلونو کې شاوخوا د ۲۸۰۰ ورکو کړل شویو کسانو کورنیو د خپلو کیسونو اندراج کړی چې پکې تر اوسه تقریباً د ۱۴۰۰ کسانو معلومات شوي. په دوی کې ځینې یې خوشي کړل شوي، ځینې په جیلونو کې دي او د یو شمېر کسانو مړي موندل شوي دي.

نوموړې وايي، له دوی سره رجسټر شویو کېسونو کې پاتې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان لا هم بې درکه دي.

عایشه مسعود جنجوعه زیاتوي چې د دوی له ادارې، (ډیفنس اېف هیومن رایټس) سره زیاتره د خیبر پښتونخوا او پنجاب د ورکو کړل شویو کسانو کېسونه درج شوي دي.

دا راز د ورکولو بلوڅانو د موندنې هڅې کوونکي تنظیم (وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز) مرستیال مشر ماما قدیر سږکال د نومبر پر ۲۳مه مشال رېډیو ته ویلي چې شاوخوا ۳۵۰۰۰ بلوڅان ورک دي.

خو په پاکستان کې د لادرکه کسانو موندلو لپاره په ۲۰۱۱ز کال کې يو کميشن جوړ شوی چې د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې یې په خپل يو راپور کې ویلي ول، تر هغه وخته ۶۹۴۴ لادرکه شويو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي چې پکې ۴۸۲۲ هوارې شوې دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزین تور پورې کوي چې د دې هېواد امنیتي ادارې خلک لاردکه کوي او بیا د هغوی خراب کړل شوي مړي غورځوي خو د پاکستان حکومت او پوځ دواړه داسې تورونه ردوي.

بلخوا په پاکستان کې د لږکیو یا اقلیتونو د حقونو فعالان وايي چې په دې هېواد کې د مذهبي سخت دریځۍ زیاتېدو له وجې د دوی ژوند هم له ستونزو سره مخ شوی دی.

په پاکستان کې د اقلیتونو د حقونو لپاره کارکوونکې غیر سرکاري ادارې، (سینټر فار سوشل جسټس) مشر پیټر جېکب د ډېسېمبر پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې د انساني حقونو په نړیواله ورځ به د احتجاجونو په ترڅ کې د حکومت پام خپلو مشکلاتو ته د راګرځولو هڅه کوي: "د پاکستان هر حکومت وايي چې د اقلیتونو د حقونو تحفظ به کوي. د ایین ترمخه به هم د ملک هر وګړي ته هغه که مسلمان وي او که نه، یو شان حقونه ورکول کېږي. خو که په عملي توګه وکتل شي نو حکومتونه او سیاسي ګوندونه د سخت دریځو تر فشار لاندې داسې قوانین جوړوي چې په نتیجه کې یې د غیر مسلمو وګړیو حقونه له پامه غورځول کېږي. په دې کې د مذهب د سپکاوي قانون تر ټولو لوی مثال دی چې اوس یې بلوه ګر بغیر له ثبوته په خلکو عملي کوي. بلکې اکثرو پېښو کې مسلمانان د دې ډول کړنو ښکار شي. د پاکستان حکومت ملک په ارادي یا غیر ارادي توګه د جمهوري او فلاحي ریاست پر ځای د سختدریځي په لور بیايي."

پیټر جېکب همدا راز وویل چې په پاکستان کې په زرو د مذهب بدلولو پېښې هم د دوی لپاره د اندېښنې وړ دي.

نوموړی زیاتوي چې د انساني حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د لږکیو بېلا بېلې اتحادیې د هېواد په لویو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

دا راز د انساني حقونو غیر حکومتي ادارې، (هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان) مشره حنا جیلاني وايي چې په پاکستان کې د انساني حقونو صورتحال ورځ په ورځ د خرابېدو لور ته روان دی.

نوموړې د ډېسېمبر پر نهمه مشال رېډیو سره خبرو کې وویل:"په دې کې یوه تر ټولو لویه ستونزه په زور د خلکو ورکول دي. بیا په ټولنه کې د مذهبي عدم برداشت له وجې نه یوازې د غیر مسلمو بلکې د روڼ اندو مسلمانانو ژوند له خطر سره مخ دی. په خاصه توګه د احمدیانو ژوند او عبادت خانې وخت په وخت په نښه کېږي. خو د اندېښنې خبره دا ده چې حکومت، ریاست او زیاتره سیاسي ګوندونه هم د سختدریځو په وړاندې د مصلحت ښکار کېږي. بلخوا د مدني ټولنې او رسنیو د اواز ونو د غلي کولو لپاره قوانین جوړېږي. نو د انساني حقونو ښه کېدو تمه به څنګه کوو چې په دې رویو کې کمی نه راځي."

په زوره تری تم کول: د پاکستان "ناحل شوې" ستونزه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو حنا جېلاني زیاته کړه چې د مذهبي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب لپاره د سپریم کورټ وروستۍ فېصلې او د مذهبي سختدریځۍ د مخنیوي په اړه د حزبِ اختلاف د ځینو ګوندونو غږونه هېله بخښونکي دي.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د انساني حقونو لپاره په قایمه کمیټۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف غړي سېف الرحمان د ډېسېمبر پر نهمه مشال رېډیو ته وویل چې د وزیراعظم عمران خان په حکومت کې د انساني حقونو صورتحال ډېر ښه شوی دی او هیله ده چې نور به هم وده وکړي.

"زه دا نه وایم چې موږ د انساني حقونو مسله سل فیصده حل کړې ده. پاکستان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د افغانستان جګړې د لومړې کرښې په توګه استعمال شوی نو د دې له وجې امنیتي ستونزې پیدا شوي چې په نتیجه کې یې د خلکو ورکېدلو په څېر ستونزې شته خو دا به هم له وخت سره حل شي. بله دا چې حکومت او ریاست د سختدریځو په وړاندې د مصلحت نه بلکې حکمت نه کار اخلي چې خپل ریاستي قوت د خپلو خلکو پر ضد ونه کاروي او دغه خلک په پر امنه توګه عام ژوند ته راوګرځول شي نو دې معاملې ته هوا ورکول مناسب نه دي."

سېف الرحمان زیاتوي چې عمران خان د اسلامي فلاحي ریاست د فکر په رڼا کې د اقلیتونو حقونه د یقیني کولو هڅې کوي او په دې لړ کې یې یو شمېر اقدامات کړي دي چې ورسره به په پاکستان کې د انساني حقونو عمومي صورتحال هم ډېر ښه شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG