اسلام اباد های کورټ د ډېسېمبر پر ۱۳مه د لادرکه خبریال او ليکوال مدثر نارو د مقدمې اورېدنه وکړه.
پاکستانۍ ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼې دا اورېدنه رپورټ کړې او د عدالت د مشر قاضي اطهر من الله په حواله يې ويلي چې نوموړي د دې خبريال ترڅنګ د زرګونه نورو پاکستانيو وګړو پر لادرکۍ ژور خپګان ښوولی.
نوموړي ويلي، له دې باوجود چې پاکستان ايين او قانون لري، د ورکو کسانو مساله پکې هغه رنګ چې لازمه ده، نه پلټل کېږي.
جج من الله زياته کړې، د پاکستان رياست د کسانو د غايبولو لپاره ذمه وار دی او دا مساله بايد نوره ختمه شي.
خبريال مدثر نارو، چې د پاکستان له بېلا بېلو شخصي ټېلېويژن چينلونو سره يې کار کړی دی، د ۲۰۱۸ ز کال په اګست کې خپله مېرمن صدف چغتای او خپل زوی سچل، چې هغه وخت ايله د شپږو مياشتو وو، کاغان ته په چکر بيولي وو. نارو هم هلته لادرکه او تر ننه ورک دی.
د نوموړي مېرمن د خپل ورک خاوند مقدمه عدالت ته يوړه او ترڅنګ يې د خبريالانو او بشري حقونو او مدني فعالانو په مرسته د هغه د بازيابۍ لپاره احتجاجونه وکړل.
خو هغه د ۲۰۲۰ ز کال په مې کې د زړه درېدو له امله مړه شوه او اوسمهال د نارو بوډا مور او پلار له خپل ماشوم لمسي سره يو ځای د هغه د موندلو لپاره د عدالتونو چکرونه وهي.
اسلام اباد های کورټ د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه هم د مدثر نارو د لادرکۍ مقدمې په اورېدنه کې حکومت ته امر کړی وو چې د هغه له مور او پلار سره وګوري او مالي مرسته ورسره وکړي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ډېسمبر پر نهمه د مدثر نارو له مور او پلار سره د اسلام اباد په خپل دفتر کې وليدل.
د پاکستاني سما ټيليويژن پر ووبپاڼه له خپرې شوې ليکنې سره سم، وزيراعظم هغوی ته ډاډ ورکړ چې د زوی د موندلو په چارو کې به پوره مرسته وکړي.
وزيراعظم دا هم وويل، ژر ده چې حکومت يې په پاکستان کې د کسانو د ورکېدو مسالې د بشپړ خاتمې لپاره يو قانون جوړ کړي.
د نارو مور راحت محمود د ډېسمبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل، دا نه ګڼي چې زوی يې کوم لوی جرم کړی دی او زياتوي چې د دوی فرياد بايد واورېدل شي.
“دا سمه ده چې يو څه ليکل به يې کول، د پوځ او حکومت پر ځينو کارونو به يې نيوکې هم کولې. دا خو کوم جرم نه دی. ټوله ټوله شپه په مصله ناسته يم، د خپل زوی د بازيابۍ دعاګانې کوم. عمران خان ته مې هم ويلي وو چې ته مو مشر يې او له تا مو ډېره تمه ده چې نارو راته پيدا کړې. د نارو مېرمن تېر کال مړه شوه. څلور کلن زوی يې موږ ته پاتې دی. دا غم هم راسره دی چې که زه نه يم نو د دې ماشوم به څه کېږي؟ موږ ورته وايو چې ته لوی شې نو مور به دې راشي. خو د پلار ورته څه ووايو؟ هغه خو بايد وای چې د خپل زوی پر سر يې لاس پروت وای.”
د ۲۰۱۱ز کال په مارچ کې د هغه وخت د پاکستان مرکزي حکومت د ورکو کسانو مسالې د پلټلو لپاره يو کمېشن جوړ کړ. دا مهال د دې ادارې مشري د سپريم کورټ يوه ريټايرډ جج جاويد اقبال کوي. نوموړی د احتساب قومي ادارې (نيب) مشر هم دی.
خو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهره يوسف د ډېسمبر پر ۱۴مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې کمېشن کارکردګي غير تسلي بخش وبلله او ټينګار يې وکړ چې د هېواد اعلا عدليه بايد د ورکو کسانو مساله په جديت تعقيب کړي.
“د ورکو کسانو د موندلو لپاره د يوه کمېشن جوړول او ټولې قضيې همدې ادارې ته ورکول، زما په فکر يوه تېروتنه وه. د دې قضيو منطقي انجام ته د رسولو ذمه واري د اعلا عدالتونو ده. د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي اطهر من الله که د مدثر نارو په قضيه کې پر خپلو کړيو خبرو ټينګ پاتې شو، نو هيله شته چې يوه ښه نتيجه يې را ووځي. موږ ليدلي چې عدالت په ورته مقدمو کې د هېواد د استخباراتي ادارو افسران ورغوښتي خو هغوی نه دي حاضر شوي. نو تر هغې چې د رياستي ادارو هغه افسران چې د کسانو ورکولو لپاره ذمه وار پېژندل کېږي، عدالت ته وړاندې کېدو ته اړ نه کړل شي، دا مساله به همداسې پر ځای پرته وي.”
د کسانو په زوره د غايبولو مسله په بلوچستان کې سنګينه ګڼل کېږي. د ورکو بلوڅانو د موندلو او د هغو عدالت د وړاندې کولو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان “وايس فار بلوچ مېسنګ پرسنز” مشر ماما قدير بلوچ د ډېسمبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل، تر هغې چې عدالت د کسانو د ورکولو په قضيو کې د رياستي ادارو ذمه وار افسران سزا نه کړي، په تشو تورو اورېدنو او د فرمانونو په جاري کولو دا مساله نه حل کېږي.
“د پاکستان سپريم کورټ پخواني مشر قاضي چودري افتخار هم په خپله دوره کې د ورکو کسانو ډېرې مقدمې اورېدلې وې او فرمانونه يې جاري کړي ول. عدالت هغه وخت هم ويلي وو چې د کسانو په ورکولو کې د پاکستان استخباراتي ادارې ملوثې دي. موږ به د عدالت هله ومنو چې ذمه واره پوځي او استخباراتي افسران له کار ګوښه او يا يې هم ګرفتار کړي. عدالت کې سختې خبرې وشي خو عمل پرې نه کېږي.”
ماما قدير بلوڅ د تېرې نومبر مياشت پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي وو چې د دوی د سازمان د شمېرو ترمخه، له دې صوبې اوس هم شاوخوا ۵۲۰۰۰ بلوڅان ورک دي.
بلخوا په پښتون ژغورنې غورځنګ کې د عالمزيب مسيد په مشرۍ د فعالانو يوه ډله له پخوانۍ فاټا څخه د ورکو کسانو په اړه د معلوماتو غونډولو په چارو بوخته ده.
مسيد د ۲۰۲۰ز کال په ډېسمبر کې مشال راډيو ته ويلي وو چې له دوی سره د ورکو کسانو شمېر ۳۵۰۰
ته رسېدلی دی. نوموړي هغه مهال زياته کړې وه چې شاوخوا ۱۵۰۰ ورک پښتانه خپلو کورونو ته ستانه شوي هم دي.
تېره فېبروري مياشت په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال د ورکو کسانو مسالې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، ژر ده چې دا ستونزه په بشپړه توګه حل شي.
نوموړي د ورکو کسانو د موندنې لپاره د حکومتي کمېشن د کار ستاينه کړې وه.