بخښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټرنیشنل) د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی، باید دا یقیني کړي چې د بشري حقونو فعال ادریس خټک په زندان دننه له عادلانه چلند او روغتیايي پاملرنې څخه برخمن شي.
۵۸ کلن ادریس خټک تېره میاشت (ډیسمبر ۲۰۲۱) یوه پټ پوځي عدالت سزا اورولې وه. د خټک کورنۍ او وکیل وايي چې پوځي عدالت هغه د جاسوسۍ او له یوې بهرنۍ ادارې سره د حساسو مالوماتو شریکولو مجرم ګرځولی دی او د ۱۴ کالونو د بند سزا یې ورته اورولې ده. لاهم د هغه د ځای ځایګي پته نه لګېږي.
ادریس خټک د بشري حقونو فعال دی چې تر کالونو یې په پاکستان کې د خلکو جبري ورکېدو پرضد کمپاین کړی دی. هغه په ۲۰۱۹ز کال کې پخپله هغه وخت په جبري توګه لادرکه کړل شو، کله چې د استخباراتي ادارو ایجنټانو په رڼا ورځ په ګاډي کې واچاوه او یوه ناڅرګند لور ته یې روان کړ.
بخښنې نړیوال سازمان د جنوري پر ۱۸مه په یو بیان کې وویل چې د ادریس خټک کورنۍ او وکیل ته د هغه د مقدمې په اړه هېڅ مالومات نه دي ورکړل شوی. سازمان زیاتوي چې د خټک وکیل د عادله مقدمې په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.
یاده دې وي چې په پاکستان کې د ملکي او د ترهګرۍ ضد عدالتونو ترڅنګ پوځي عدالتونه هم موجود دي. پوځي عدالتونه د ۱۹۵۲ز کال د فوجدارۍ قانون له مخې جوړ شوي ول او تر ډېره وخته پورې یې د تورنو پوځي افسرانو مقدمې پر مخ بيولې. دا مقدمې د يوې ادارې دننه د عدالتي کارروايۍ په نامه هم یادېدې. خو د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر پيل وروسته او په دې تړاو د نيول شویو کسانو د سزا کولو لپاره په ۲۰۱۵ز کال کې په ايين کې ترميم وشو. له دې ترميم سره پوځي عدالتونو ملکي وګړو ته هم د سزاګانو اورول پیل کړل.
پوځي عدالتونه څه ډول کار کوي؟
څه باندې ۷ کاله مخکې د پاکستان پارلېمان په ایین کې د بدلون په کولو سره، تر فوجداري قانون لاندې د موجودو پوځي عدالتونو واک زیات کړ.
د پارلېمان پر ویبپاڼې موجود د دې قانون په متن کې راغلي چې د دغه بدلون وروسته اوس په پوځي عدالتونو کې پر هغو ولسي وګړو هم مقدمې چلېدلی شي چې په ترهګرۍ تورن وي.
د ګواهانو وړاندې کولو طریقه
قانون پوه اېډوکېټ شبير حسین ګګياڼی وايي، په قانون کې د بدلون لپاره دليل راوړل شوی وو چې په پاکستان کې د ولسي عدالتونو پر ځای به په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ اړونده مقدمو فیصلې ژر کېږي او بل امنيتي رازونه به راز پاتې کېږي.
ګګياڼی چې په پوځي عدالتونو کې د ځينو ملکي وګړو وکالت یې کړی، مشال راډيو ته وويل چې په پوځي عدالتونو کې د ګواهانو وړاندې کول ډېر سخت وي. "په پوځي عدالتونو کې ژر ژر فیصلې کېږي. د ګواهانو راوستلو ته ډېر وخت نه ورکول کېږي. لکه څنګه چې په ملکي عدالت کې وي. ځينې وخت په ځينو کېسونو کې داسې هم شوي چې ملزم د خپل کېس له اورېدنې خبر نه وي."
پروسږکال د ګګیاڼي په درخواست پېښور های کورټ يو وار ۷۴ او بل ځل ۱۶۴ هغه کسان خوشې کړل چې کېسونه یې پوځي عدالتونه ته تللي ول خو د نوموړي خبره، پرضد یې ثبوتونه نه ول.
د سزاګانو شمېر او پرضد یې د اپېل حق
په پاکستان کې د پوځي عدالتونو شمېر نه دی معلوم او د فیصلو په اړه یې هم ډېر تفصيل نه خپرېږي خو پارلېمان یې د کار په اړه له حکومته حساب غوښتای شي.
په ۲۰۱۹ز کال کې له شمالي وزیرستانه د پارلېمان غړي محسن داوړ د يوې ليکلې پوښتنې په ځواب کې د دفاع وزارت ځينې معلومات ورکړي ول. د پارلېمان پر وېبپاڼې خپرو شویو معلوماتو ترمخه، تر هغه کاله پورې په پوځي عدالتونو کې د ۴۷۸ مقدمو فیصلې شوې. ۲۸۴ کسانو ته د مرګ او ۱۹۲ ته د قید سزا شوې ده. همداراز، ۵۴ مقدمې د تخنيکي نيمګړتياو له امله ختمې شوې او دوه کسان خوشې شوي دي.
اېډوکېټ خالد انور اپرېدی چې په وروستيو کې یې په پوځي عدالت کې د جاسوسۍ په تور د ۱۴ کلونو لپاره سزا شوي د بشري حقونو فعال ادریس خټک د مقدمې وکالت کړی، وايي، عام تاثر دا دی چې په پوځي عدالت کې چا ته سزا وشي نو هغه یې په ملکي عدالت کې پرضد اپيل نه شي کولی خو د نوموړي په وينا داسې نه ده.
هغه مشال راډيو ته وويل چې های کورټ او سپريم کورټ د قانون له مخې له خپلې خوا يا په سو موټو شکل د پوځي عدالت پرېکړه چېلنجولی شي او یا هم ورته وکيل درخواست کولی شي. "د پوځي عدالت لومړۍ فیصله د فیلډ جنرل کورټ مارشل له خوا کېږي. بیا ته کولی شي د هغې پرېکړې پرضد په پوځي مرکز (جي ايچ کيو) کې درخواست ورکړې. هلته هم که و نه شي نو های کورټ يا سپريم کورټ ته تللی شي. هلته جج دا فېصله کوي چې پر موکل دې په پوځي عدالت کې مقدمه چلېدای او سزا کېدلی شي او که نه؟"
په پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کار قانوني موده دوه کاله وي خو له ۲۰۱۵ز کال راهیسې پارلېمان په بيا بیا غځولې ده.
د عدالتي انصاف یقیني کولو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې (انټرنيشنل کمېشن اف جيورېسټس) د ۲۰۱۹ز کال په رپورټ کې راغلې چې په پوځي عدالتونو کې کارروايي بايد په شفاف ډول وشي چې خلک معلومه کړای شي چې ایا ضرورت یې شته او که څنګه او دا چې ایا هغه عدالتونه ګټور دي او که نه؟