د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر نهمه په استنبول کې له طالب استازو سره د مذاکراتو په اړه په یو اوږد بیان کې د طالبانو حکومت د هغو خبرو په ناکامولو ملامت کړی او ورباندې یې د "ترهګرۍ" پر وړاندې د مبارزې مسلې ته د پام نه کولو او د خپلو نړیوالو ژمنتیاوو نه پوره کولو تورونه هم پورې کړي دي.
د قانون وزیر په مسوده کې د وفاقي اییني عدالت جوړولو تر څنګ د فیلډ مارشال رتبې او د بحري او هوايي ځواکونو مشرانو ته د اعزازي عهدو ورکولو وړاندیزونه کړي دي. نور په دې رپورټ کې.
په ۲۷م اییني ترمیم کې د ایین د ۲۴۳مې مادې له مخې د پاکستان د ګډو مسلح ځواکونو (چیف اف جواینټ سټاف) د کمېټۍ عهده به ختمه شي او د دفاعي ځواکونو د مشر (چیف اف ډیفېنس) نوی منصب به وټاکل شي. د یو وړاندیز له مخې د فیلډ مارشل منصب به هم د امتیاز لرونکي تن تر مرګه پورې ورسره وي.
پاکستان وايي افغان طالبان په لیکلې بڼه معاهدې ته تیار نه دي او ټینګار کوي چې په شفاهي توګه دې پر یو بل باور وشي خو افغان طالبان بیا وايي دا خبرې د پاکستاني پلاوي له خوا د «غیر مسوولانه او نه همکارۍ» روحیې په سبب بې پایلې پای ته و رسېدې.
سرچینې وايي، قطري او ترکیو مینځګړو پاکستاني او طالب پلاوي ته د احتمالي هوکړې یوه داسې مسوده ورکړه چې پکې د هغو موضوعاتو د حل لپاره وړاندیزونه شوي دي چې په دویم پړاو کې ورباندې اختلافات ول.
د تېر په څېر دا ځل هم د دواړو لوریو ترمینځ خبرې د ترکیې او قطر په مینځګړتوب کېږي. د پاکستان او طالبانو استازو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې وه.
د بهاولپور وېکټوریا روغتون کې د تخصص په زدکړو بوخت ډاکتر صبغت الله ساپي د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د ده په ګډون شاوخوا ۲۰ محصلین او ډاکتران د نومبر له څلورمې راهیسې په حراست کې دي.
د پي ټي اېم غړي او د علي وزیر نېږدي ملګري بادشاه خان پشتین د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، له څو ورځو راهیسې د نوموړي په لټون ول خو د سکر زندان چارواکو او پولیسو ورته هېڅ معلومات نه ورکول چې هغه چېرې دی.
ټاکل شوې چې شاوخوا ۱۷ کاله وروسته به د فیصل اباد په میدان کې د کرکټ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.
سازمان وايي، د ۲۰۲۴ز کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبر پورې په پاکستان کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو حملې او پر وړاندې یې سرغړونې "خورا زیاتې" شوې دي.
نور وښیئ