نوي اییني بدلون د وفاقي اییني عدالت جوړولو وړاندیز کړی دی
د پاکستان وفاقي کابینې په اساسي قانون یا ایین کې د ۲۷م بدلون مسوده منظوره کړې او هغه یې سېنېټ ته سپارلې ده. تر دې وروسته د سېنېټ او قامي اسمبلۍ د قانوني او عدلي چارو د کمېټيو ګډه غونډه وروغوښتل شوه. ټاکل شوې چې د پارلېمان تر منظورۍ وروسته ولسمشر هغه اییني بدلون لاسلیک کړي چې ورسره سم به عملي شي. د پاکستان د قانون وزیر ویلي چې له کابینې څخه د مسودې په منظورولو کې پیپلز ګوند او نور اتحادیان ورسره همغږي دي او دوی د حکومت مخالفو ګوندونو د باور ترلاسه کولو هم پوره هڅه کوي. بل پلو د پاکستان په ایین ساتنې غورځنګ (تحفظ ایین پاکستان) کې شاملو ګوندونو په اساسي قانون کې د بدلون پرضد د احتجاج اعلان کړی دی. د قانون وزیر په مسوده کې د وفاقي اییني عدالت جوړولو تر څنګ د فیلډ مارشال رتبې او د بحري او هوايي ځواکونو مشرانو ته د اعزازي عهدو ورکولو وړاندیزونه کړي دي. نور په دې رپورټ کې.