د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووریزو سیالیو لوبلړۍ د نومبر له څلورمې پیلېږي.
ټاکل شوې چې د دې درو لوبو لومړۍ هغه د نومبر پر څلور له ځايي وخت سره سم د سهار پر ۱۱ بجې د پنجاب په فیصل اباد کې پیل شي.
دویمه لوبه به د نومبر پر شږمه او دریمه هغه به د نومبر پر اتمه په دې میدان کې ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې شاوخوا ۱۷ کاله وروسته به د فیصل اباد په میدان کې د کرکټ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.
په دې میدان کې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۸م کال د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ ترسره شوې وه.
د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ تر دې وړاندې د درو ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه چې پاکستان وګټله.
په هغو لوبو کې لومړۍ جنوبي اقریقا او پاتې دواړه لوبې کوربه پاکستان ګټلې وې.
د ۲۰ اووریزو لوبو تر لړۍ وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوې ټیسټ لوبې هم شوې وې چې یوه پاکستان او بله جنوبي افریقا ګټلې وه.