د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په څلورو وېکټو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.
د نومبر پر لومړۍ نېټه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د وروستۍ سیالۍ پچه کوربه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
د جنوبي افریقا دوه لوبغاړي د توپوهنې (بیټېنګ) تر پیلولو لږ ساعت وروسته بې له منډو کولو وسوځېدل خو درېیمه وېکټه یې پر ۳۸ منډو پرېوته. البته تر هغې وروسته هم مېلمنې لوبډلې ښه بیټېنګ و نه کړای شو او لوبغاړي یې ژر، ژر وسوځېدل.
جنوبي افریقا په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې وکړې. ریزا هینډرېکس ۳۴، کاربېن باش ۳۰ او ډونووان فېرېرا ۲۹ منډې وکړې.
د پاکستان شاهین شاه اپرېدي درې او فهیم اشرف او عثمان طارق دوه، دوه وېکټې واخیستې.
د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۹ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان پوره کړ. بابر اعظم ۶۸، سلمان علي اغا ۳۳ او صاحبزاده فرحان ۱۹ منډې وکړې.
باش او ليزاد وېلییمز دوه، دوه وېکټې واخیستې.
تر دې مخکې د اکتوبر پر ۳۱مه هم پاکستانۍ لوبډلې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو ماتې ورکړې وه خو لومړۍ ۲۰ اووره سیالي جنوبي افریقا په ۵۵ منډو ګټلې وه.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د نومبر پر څلورمه د درې ۵۰ اووره یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي. ټاکل شوې چې د فیصل اباد په اقبال لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو پیل شي.