د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د دغه هېواد د ستر عدالت (سپريم کورټ) په ودانۍ کې د اېر کنډيشنر په ماشين کې د چاودنې له امله ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.
د اسلام اباد پوليسو مشر سيد علي ناصر رضوي د سپريم کورټ د ودانۍ مخې ته خبريالانو ته وويل چې چاودنه نن سهار (د اکتوبر پر څلورمه) د ستر عدالت په رېستوران کې وشوه.
نوموړي زياته کړه چاودنه هغه وخت وشوه کله چې کاريګرو د اېر کنډيشنر په ماشين کې کار کاوه.
تر هغه وړاندې يو پوليس چارواکي مشال راډيو ته ويلي وو چې د بم شنډولو ډلې چارواکي ستر عدالت ته رسېدلي او د شواهدو راټولول یې پیل کړي دي.
د هغه په وينا، چاودنه دومره زوروره وه چې په عدالت کې موجود وکیلان له خپلو خونو څخه په منډه بهر ووتل.
تر هغه وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي ول چې په ستر عدالت کې د ګازو (ګيس) د ډبې (سلنډر) چاودنه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له څه وخت راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ګازو د ډبو يوشمېر چاودنې شوي دي چې مرګژوبله يې اړولې ده.
د دا ډول پېښو لاملونه د بې کیفیته ډبو کارول، د منظم خوندیتوب د پلټنو نه شتوالی، او د ګاز کارولو د مقرراتو او خوندیتوب لارښوونې او تدابير نه عملي کول ګڼل کېږي.