واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي: پر ایران باندې د حملې په اړه دا پوښتنې موجودې دي چې تر کومې پورې باید پر تهران بندیزونه ولګول شي او څومره وخت پکار دی څو دغه هیواد خپل اټومي پروګرام ودروي. د ورځپاڼې په وینا هر کله چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي نو په هغې صورت کې به له پوځي لارې ددغه هیواد د اټومي پروګرام خنثې کول ګران کار وي.
ایران وايي پر دغه هیواد باندې د اروپايي ټولنې لخوا اضافي بندیزونه به د تهران د اټومي پروګرام د حل کولو هڅي نورې هم ستونزمنې کړي.
د ایران جنوب ته د سیستان بلوچستان په مرکز کې دو چاودنو چې ځان مرګې ښکارې تر شلو ډیرکسان وژلې دي او تر سلو ډیر یې ټپیان کړې دي. د ایران دولتي اژانس ایرنا رپوټ ورکوي، چې لومړۍ چاودنه په سیمه ییز وخت د شپې په شل باندې نهه بجو د زاهدان د مرکزي جومات له وره سره وشوه او دوهمه چاودنه لږ وروسته تر دې وشوه.
دایران یو لوی مذهبي مشر دسې شنبې په ورځ له جمهور رییس احمدي نژاده وغوښتل چې په مذهبي مسایلو کې دی ځکه لاس نه وهي چې دغه مسایل ملایان پورې تعلق لري . ایت الله احمدخاتمي دغه خبرې وروسته له دې وکړې چې دحجاب ، نکټایي تړلو او دفوټبال دلوبو دلیدو لپاره سټوډیمونوته دښځو دورتګ په اړه دجمهور رییس احمدي نژاد څرګندونو دایران ملایان په غوصه کړل .
د ایران دولتي رادیو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې ددغه هیواد اټومي سانیس پوه شهرام امیري په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې د ایران د ګټو په دفتر کې پناه اخستې او غواړي چې په فوري توګه خپل هیواد ته راستون شي.
پاکستان وایي له ایران سره د ګازو د پایپ لاین پروژه به سره له دې چې امریکا ورسره مخالفت کوي، پرمخ یوسي. امریکایي چارواکو ویلي چې پاکستان دې په دې برخه کې له احتیاطه کارواخلي ځکه امریکا غواړي پرتهران د اټومي پروګرام په خاطر نوربندیزونه ولګوي چې له امله به یې پاکستاني کمپنۍ هم متاثره شي.
په داسې حال کې چې د انقرې او تل ابیب تر منځ یو مهال ډیرې تودې اړیکې په دې وروستیو کې ناڅاپه سړې شوې، د ترکیي او ایران اړیکو وده کړې. ترکیي او برازیل په ایران باندې د نوېو نړېوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره تېره میاشت له تهران سره د اټومي موادو د تبادلې د یوه توافق منځګړیتوب وکړ .
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د اټومي پروګرام د لانجې له امله په دغه هیواد باندې څلورمه پلا بندیزونه ولګول. امنیت شورا په دولسو موافقو رایو دغه فیصله وکړه. د شورا پنځو دایمي غړو هیوادونو، امریکا، برتانیې، فرانسې، روسیې او چین ټولو د بندیزونو ملاتړ وکړ. خو ترکیې او برازیل چې نوي بندیزونه یې رد کړل.
پرایران د اټومی پروګرام په خاطر د ملګروملتونو د بندیزونو نوي پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا د رایواخیستو لپاره تیار دی. په ملګرو ملتونو کې د مکسیکو سفیر چې د امنیت شورا نوبتي مشري کوي ویلي، چې غړو هېوادونو پریکړه کړې چې همدا اونۍ په دې اړه رایي ګیري وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي د سه شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د پارلمان په مقر بروسل کې له اعتراضونو سره مخامخ شو او د پارلمان یوه وکیل هغه ته د قاتل خطاب وکړ.
د ایران مخالفو سیاسي مشرانو میرحسین موسوي او مهدي کروبي د تېرکال جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د عمومي سوله ایزې مظاهرې غږ کړی. د تېرکال په انتخاباتوکې محمود احمدي نژاد یو ځل بیا د قدرت په ګډۍ کیناست خورژیم، د مخالفانو د نیولو، ټکولو او د کردي مخالفانو په اعدامولوتورن هم دی. د بشري حقونو فعالان اندېښمن دي، چې د ایران رژیم ممکن د مارشلا په څیریوحالت اعلان کړي او د سترو مظاهرو مخه ونیسي.
د نړېوالې اټومي انرژی اداره وایي د ایران له لوري یي رسما د هغې موافقې جزيیات ترلاسه کړي، چې له مخي یي د ایران د ټیټي کچې یورانیمو په بدل کې دی هېواد ته د اټومي ریاکتور لپاره د سوند مواد ورکول کیږي. دغه موافقه، چې تېره اونۍ ایران، ترکیي او برازیل لاسلیک کړه له مخي ایران د خپلو غني شوېو یورانیمو له نیمایي زیات ترکیي ته لیږدوي، چې په بدل کي به یي دې هېواد ته د اټومي سونګ مواد ورکول کیږي.
نور راوښيه