ایت الله احمد خاتمي دایران نیمه دولتي خبري اژانس اسنا ته وویل چې زه له جمهور رییس احمدي نژاده غواړم چې په هغو جنجالي مسایلو کې چې مذهبی عالمانو پورې تعلق لري مداخله ونه کړي .
دایران جمهور رییس په دې وروستیو کې دیولړ مذهبي مسایلو لکه دښځو دحجاب ، دنکټایۍ تړلو او دښځو له خوا په سټوډیم کې دفوټبال دمسابقو دنندارې په اړه څرګندونې کړي چې ملایان یې په غوصه کړي .
دغه ډول مسایل په ایران کې عموما ددیني عالمانو لخوا څیړل کیږي او دوی فیصله پرې کوي .
ایت الله خاتمي چې خپله سخت دریځی ملا او دخبره ګانودمجلس مرستیال دی داسنا خبري اژانس ته وویل چې زه دجمهور رییس دملاتړی په حیث ده ته مشوره ورکوم چې په دغو مسایلو کې مداخله دده لپاره مناسب نه ده او حکومت کمزوری کوي .
جمهور رییس احمدی نژاد څلورکاله پخوا دجمهوري ریاست دلومړۍ دورې په مهال ویلي و که چیری ښځی غواړی دفوټبال مسابقی په سټوډیمونو کې وګوري نو باید اجازه ورته وشي .
خوپه هرصورت دایران ملایانو دده دغه غوښتنه بالکل رد کړه اووویل چې دفوټبال په سټوډیوم کې اکثر نارینه راټولیږي او ځینې خلک بد ردې هم وایي چې ښځو ته نه ښایي دهغوی داډول خبرې واوري .
احمدی نژاد په دې وروستیو کې ملایان یوځل بیا هغه مهال په غوصه کړل چی ده وویل پولیس باید هغه ښځې او نجونې چې په عام محضرکې پوره شرعی حجاب نه مراعاتوي ونه ځوروي .
دایت الله خاتمي په شمول دایران ځینوملایانوداحمدي نژاد په دی خبرې سخت انتقاد وکړ اووویل که چیرې پولیس ښځې ونه څاري او کنټرول نه کړي نو دوی به دلویدیځ په فرهنګي دام کې ولویږي او اسلامي مقررات به په تدریج سره له پامه وغورځوي .
خو په هرحال جمهور رییس احمدی نژاد تیره میاشت یوې خبري غونډی ته یوځل بیا خپله خبره تکرارکړه او وویل چې دحجاب په مسله کې دپولیس زورته نه بلکې فرهنګي پوهاوی ته اړتیا ده .
دجرمنی دخبري اژانس رپوټ زیاتوي چې دایران دفرهنګ وزارت حتې دنارینه وو دویښتانو په جوړولو هم ضوابط لګولي .
څارونکي په دې باوری دي چې دایران ملایان غواړي په دغو مقرراتو دهغه څه چی دوی یې دلویدیځ فرهنګي مداخله ګڼي مقابله وکړي .
ایت الله خاتمي دنکټایۍ دتړلو په اړه هم دجمهور رییس احمدی نژاد په خبرو انتقاد کړی دی .
دایران ملایان نکټایۍ تړل دلویدیځ دزوړدود او کلچر یوه نښه ګڼي .
احمدی نژاد دیته په اشاره چې دنکټایی تړل ښایي کوم دیني مشکل ونه لري ویلی وو چې لویو ایراني ملایانو تراوسه دنکټایۍ خلاف کوم احکام نه دي صادر کړي .
ایت الله خاتمی وویل چې دسترمذهبی مشر ایت الله علی خامنه ای په شمول ګڼ ملایان دنکټایۍ دممنوعیت په اړه خاص احکام لري .
دایران له اسلامي انقلابه وروسته په تیرو دیرشو کلونوکې ایراني دولتي چارواکی نه دی لیدل شوي چی په عام محضرکې یې نکټایی تړلي وي .
په نولسوه اتیا کلونو کې پولیسو هغه نارینه چې نکټایي تړله درول او نکټایۍ یې ترې لیرې کوله .
خو په ځانګړی توګه ځینو ډاکټرانو او دخاصو کمپنیو مشرانو دا څوکاله کیږي چې ورو ورو دنکټایۍ تړلو ته مخه کړي .
په ودونواو ځینې خاصو محفلونو کې هم ځینی نارینه اوس نکټایۍ تړي .