نوي بندیزونو د ایران په اټومي فعالیتونو سخت قیودات ږدي. ټولو هېوادونو ته اجازه شوې، چې د ایران شکمنې بیړۍ او بارونه ودروي او ایران ته د هیلې کوپټرو او ټانکونو په صادرولو هم بندیزلګیدلي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې له فیصلې سمدلاسه وروسته شورا ته وینا وکړه او ویې ویل، چې دغې شورا د هغو خطرناکو ګواښونو په مقابل قاطعانه فیصله وکړه، چې ایران د نړۍ سولې او امنیت ته متوجه کړي.
د اټومي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د ایران استازی علی اصغر سلطانیه وویل، چې ایران به د بندیزونو سره سره د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.
د ملګروملتونو امنیت شورا په ایران باندې څلورمه پلا بندیزونه تصویب کړل.
د دغو بندیزونو مقصد دا دی، چې د ایران حکومت د خپل اټومي پروګرام په اړه نړیوالو غوښتنو ته غاړه کیږدي.
د شورا دولسو هېوادونو بندیزونه تصویب کړل خو ترکيې او برازیل ونه منل او لبنان له رایې ورکولو ډډه وکړه.
لویدیځ لوی هېوادونه ګمان کوي، چی ایران د خپل سوله ایز اټومي پروګرام ترشا په پټه د اټومي وسلې د جوړولو هلې ځلې کوي. خو تهران دا تورونه ردوي.
د امریکا جمهور رییس د امنیت شورا له پرېکړی وروسته وویل، چې نوي نړیوال بندیزونه ښيي، چې ایران د خپلو سرغړونو درنه بیه پرې کوي.
"نوي بندیزونه له ټولو هغو بندیزونو، چې تراوسه پر ایران لګول شوي، جامع او هراړخیز دي.
د ایران په اټومي فعالیتونو، د بالیستیکي توغندیو په پروګرامونو او د لومړي ځل لپاه د دغه هېواد په متعارفو ځواکونو قیودات لګوي.
دغه بندیزونه د ایران د قاچاق د مخنیوی او د دغه هېواد په مالي موسسو او د پیسو په حوالو د قیوداتو لپاره نوې چوکاټ رامینځ ته کوي."
پر ایران باندې د نویو بندیزونو تصویب سپینې ماڼۍ لپاره یو ډول بریالیتوب ګڼل کیږي.
امریکا له مودې راهیسې کوښښ کاوه، چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي، چې ایران خپلې نړیوالې ژمنې نه ترسره کوي او د بې اعتنایي لار یې غوره کړې.
خو اوباما بیا هم وویل، چې د ایران حکومت اوس هم کولای شي لار بدله کړي.
"موږ په دې پوهیږو، چې د ایران حکومت به په يوې شپې ورځې خپل چلند بدل نه کړي. خو د نن ورځې رای ګیري څرګندوي که چیرې ایران خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي نو درنه بیه پرېکوي.
زه غواړه په صراحت ووایم، چې دغه بندیزونه د خبرو دروازه نه بندوي. ایران بیاهم فرصت لري چې خپله لار بدله کړي."
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سوزان رایس وویل، چې امنیت شورا دغه اقدام د هغو لویو ګواښونو په مقابل کې کړی، چې ایران د اټومي وسلې د تکثیر د مخنیوي د ژمنو د نه ترسره کولو له امله نړیوالو ته متوجه کړی دی.
نوي بندیزونه د دغه هېواد د پاسداران انقلاب په ځواکونو، د بالستیکي توغندیو په پروګرام او په اټومي فعالیتونو قیودات وضع کوي.
دغه بندیزونه هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د ایران د مشکوکو بارونو مخه ونیسي.
دغه راز ایران ته د هیلې کوپټرو او ټانکونو په پلورلو هم بندیز لګوي.
خو د ایران د تیلو په صادراتو، چې د دغه هېواد دعایداتو اصلی منبع ده جدي قیودات نه لګوي.
د بندیزونو منل شوې پریکړه لیک له هغه پریکړه لیک، چې امریکا یې وړاندیز کړی و، یوڅه نرم دی.
روسیې او چین به د امریکا په وړاندیز کې یوڅه تعدیلات غوښتي وو.
ترکیې او برازیل چې نوي بندیزونه یې رد کړل تیره میاشت یې په تهران کې یوتړون تصویب کړل، چې د هغه په اساس ایران حاضر شو خپل یوه اندازه یورانیم د اټومي سونګ موادو د ترلاسه کولو لپاره ترکیې ته واستوي. خو لویدیځو هېوادونو دغه روغه ونه منله.
په ملګرو ملتونو کې د برازیل سفیر وویل، چې بندیزونه موثر نه دي.
د ترکیې سفیر بیا وویل، چې له نویو بندیزونو مخکې باید د اټومي موادو د تبادلې تړون ته ښایي وخت ورکړای شوي وي.
د ایران جمهو ررییس محمود احمدي نژاد چې په دوشنبه کې دی نوي بندیزونه بې معنی وګڼل.