د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره تايید کړی دی . د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ندیم پټیاله وویل: (( دا سمه ده هغه تیر ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې د چا لخوا راوړل شوی خو هغه د پاکستان په سفارت کې نه دی .پاکستان په مسله کې هیڅ کومه مداخله نه لري بلکې مونږ د امریکا او ایران تر منځ د ارتباطاتو په چارو کې د منځګړتوب رول لرو.))
د تهران او واشنګټن تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې د ایران د ۱۹۷۹ میلادي کال له اسلامي انقلاب وروسته پرې شوي دي خو په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د ایران د ګټو دفتر د دواړو هیوادونو غیر مستقیمې چارې تنظیموي.
شهرام امیري چې د پوهنتون یوه څیړونکې دی تیر کال په سعودي عربستان کې د حج د مناسکو پر مهال لا درکه شو .
ایران پر سعودي عربستان تور پورې کړی چې امیري يې تښتولی او متحده ایالاتو ته يې سپا رلی دی خو سعودي بیا د تهران دا تور په وار وار رد کړی دی.
د روانې میاشتې په سر کې د ایران حکومت په تهران کې د سویس سفیر احضار کړ او هغه ته يې د امریکا لخوا د شهرام امیري د تښتولو په باب شواهد او اسناد وسپارل.
په تهران کې د سویس سفارت د امریکا د ګټو ځانګړی څانګې لري.
په دې وروستیو کې د ایران د لادرکه اټومي ساینس پوه شهرام امیري درې مشکوک ویډیو فیلمونه هم خپاره شوي دي.
په لومړني ویډیو فیلم کې یو سړی چې ځان امیري معرفي کوي وايي چې هغه متحده ایالاتو ته وړل شوي او هلته شکنجه شوی دی.
په دوهمه ویډیو کې چې پر انټرنټ خپره شوې ده یو سړی چې ادعا کوي ایرانۍ ساینس پوه د ی وايي چې هغه په متحده ایالاتو زده کړه کوي.
په دریمه خپره شوې ویډیو کې هم یو سړی ځان امیري معرفي کوي او ادعا کوي چې د امریکا له استخباراتونه تښتیدلی او اوس چیرته پټ دی .
په ویډوکې څرګند شوی کس د بشري حقونو له ډلو غوښتنه کوي چې ایران ته په ستنیدو کې له هغه سره مرسته وکړې.
په تیره مارچ میاشت کې اې بي سي نیوز خبر ورکړ چې د ایران اټومي ساینس پوه شهرام امیري امریکا سره یو ځای شوی دی او له مرکزي استخباراتو یا سي ای ايې سره همکاري کوي.
ایران په لومړي سر کې دا رد کړه چې ګواکې لا درکه شوې ساینس پوه د تهران په لانجمن اټومي پروګرام کې دخیل دی.
امریکا او لویدیځ متحدان يې اندیښنه لري چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په تکل کې دی خو تهران بیا ټنیګار کوي چې اټومي پروګرام يې د سولئیزو اهدافو لپاره دی.