د زاهدان د پارلمان یوه غړي حسین علي شاهریري نیمه دولتي رسنۍ، فارس ته وویل چې په لومړۍ چاودنه کې درې څلور تنه ووژل شول او دوهمه چاودنه چې قربانیان یې ډیر و، هغه وخت وشوه چې خلک د لومړۍ چاودنې د مرستې لپاره راغونډ شول.
حسین علي شاهریري زیاته کړه، یو تن چې ښځینه جامې یې اغوستې وې هڅه کوله چې جامع جومات ته ننوځي خو خلکو یې مخه ونیوله، نو داسې ښکارې چې همدغه لومړۍ چاودنه کړې وي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر علي عبداللهي وویل، د مړیو شمېر به زیات شي. ده فارس خبرې اژانس ته څرګنده کړه چې په وژل شوېوکسانو کې د سپاه پاسداران انقلاب هغه غړي هم شته چې په نژدې امنیتي پوستې کې وو.
حسین علي شاهریري وایي، چې دا چادونې د جندالله سني ډلې کړې دي، همدې ډلې په خپل ویب سایټ کې هم د دې چاودنو مسوولیت منلی دی. جندالله په خپاره کړي بیان کې ویلې دي چې د دوی د ډلې دو ځوانانو عزیزمحمد ریګي او مجاهد عبدالباسط د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د غړېو په منځ کې په داسې حال کې ځان وژونکي چاودنې وکړې چې هغوی د پاسدار ورځ لمانځله.
په بیان کې ویل شوې دي، چې دا ځان وژونکي بریدونه د هغو جنایتونو په ځواب کې شوې دي چې د ایران حکومت یې په بلوچستان کې کوي او هڅه کوي چې د جندالله د مشرانو له اعدامولو سره به د دوی هڅې شنډې کړي.
د جندالله مشر عبدالمالک ریګي تېره میاشت په ایران کې اعدام شو، دغې ډلې خبر ورکړ چې د خپل مشر غچ به اخلي، په لندن کې د ترورېزم ضد مرکز کې د امنیتي چارو څیړونکي ماهان عابدین وایي، د ایران سیستان بلوچستان ولایت یو ډول هیرشوی ولایت دی نو ترڅو چې ستونزې نه وې هوارې شوې افراطي ډلې د خلکو احساسات راپارولی شي:
" تر هغو چې د سیستان بلوچستان وضعیت همداسې وي او پاملرنه نه ورته کیږي نو افراطي ډلې به د ځان لپاره ګټه ترې اخلي"
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سیاسي څانګې مشر یدالله جواني د زاهدان د تېرې شپې په چاودنو امریکا ملامته کړه او ویې ویل چې امریکا، اسراییل او نور لویدیځ هېوادونه په دې چاودنو کې مستقیما لاس لري.