د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

ملګري ملتونه پر ايران د بنديزونو په نوي پريكړه ليك غور كوي


پرایران د اټومی پروګرام په خاطر د ملګروملتونو د بندیزونو نوي پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا د رایواخیستو لپاره تیار دی. په ملګرو ملتونو کې د مکسیکو سفیر چې د امنیت شورا نوبتي مشري کوي ویلي، چې غړو هېوادونو پریکړه کړې چې همدا اونۍ په دې اړه رایي ګیري وشي.

په عین حال کې په ملګروملتونو کې د برازیل سفیرې ماریه لویزه ریبیرو وویل، چې د دې هېواد او ترکیه غواړه چې لومړی دی د ایران د پراخ اټومي پروګرام په اړه یو ازاد سیاسي بحث وشي.

دواړه هېوادونه چې په اوس وخت کې د ملګروملتونو د امنیت شورا دوره یي غړیتوب لري، په وروستیو کې یي له ایران سره د اټومي سوند موادو یوه موافقه رامنځته کړې ده.

پرایران د ملګروملتونو د بندیزونو د نوي پریکړه لیک مسوده د امریکا متحدو ایالاتو برابره کړې ده او تېره اونۍ یې وویل چې په طرحه کې اصلاح د امنیت شورا د نورو غړو د غوښتنو په مطابقت کې راغلې دې.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژې د ادارې مشر یوکیا امانو ویلي، چې ایران په دې سپیناوي کې چې د دوي اتومي پروګرام سوله ایز اهدف لري د دوي له ادارې سره په همکارې کې ناکام شوې دې.

د دی اداری ریس یوکیا امانو وویل:

"په داسې حال کې چې دا اداره د ایران د اټومي فعالیتونو د تصدیق کولو چارو ته دوام ورو کوي دا هېواد له دې ادارې سره لازمه همکاري نه کوي څو ورته اجازې ورکړي چې دا تایید کړي چې په ایران کې ټول اټومي فعالیتونه سوله ایز دی."

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د مدیره هیات غړو پرون په ویانا کې په دې ارتباط غونډه درلوده .

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څارنې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې چې تېره اونۍ خپور شوې دې ویلي، چې ایران تقریبا شپږ کیلو ګرام په لوړه سطحه غني شوي یورانیم تولید کړي، چې تهران وايي د طبي څيړنو په یوه مرکز کې استفادې ته یې برابر کړي دي .

ایران د لويديځوالو دا تورونه ردوي چې وايي د اتومي وسلو د جوړولو لپاره هڅې کوي .
XS
SM
MD
LG