د بریټانیا د محافظه کار ګوند غړی سټراون سټیفنسن مخته تر دې چې متکې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د تړلو دروازو ترشا غونډې ته ننوځي پر متکي لفظي حمله وکړه.
سټیفسن د ایرانۍ محصلې ندا اغاسلطان تصویر په لاس کې نیولی و،چې د تیرکال جون میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پرضد لاریونونو کې ووژل شوه، په دغو انتخاباتو کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد بیا انتخاب شو.
په دغه اعتراض کې د ایټالیا، هسپانیې او ایستونیا هېوادونو یوشمېر وکیلانو برخه اخیستې وه، خو د پارلمان د امنیتي ساتونکو لخوا په شا وتمبول شول، چې متکي ته لار خلاصه کړي.
که څه هم د اروپايي ټولنې د وکیلانو او د دې ټولنې د امنیتي ګارډ ترمنځ لنډه نښته رامنځته شوه، خو په دې پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي.
د اروپايي ټولنې د اسامبلې مقاماتو اوهغو وکیلانو چې د متکي وینا یې اوریده، وویل: نوموړی د ایران په اړه له بشري حقوقو څخه د راټولو شویو سرغړاونو په وړاندې انتقادونه رد او د خپل هیواد د اټومي پروګرام څخه دفاع وکړه. لویدیځ هیوادونه ګمان کوي چې دا پروګرام ممکن د پوځي اهدافو لپاره وي.
په اروپايي ټولنه کې د هسپانیې وکیل الیو فیدال قادراس چې د متکي ضد اعتراض کې یې برخه درلوده، وویل:
لومړنۍ موضوع چې متکي یې یادونه وکړه، هغه د اسراییل لخوا د کشتېو پر یوه کاروان د دوشنبې ورځې د حملې غندل و چې په نتیجه کې یې شاوخوا نهه کسان ووژل شول. دغو کشتېو غزې ته بشري مرستې انتقالولې.
د هسپانیې وکیل الیو فیدال زیاته کړه، دا یوه ډیره شرمونکې غونډه وه.
دغې ټولنې څوکاله وړاندې د نړېوالې ټولنې په استازیتوب د ایران له استازو سره خبرې کړې دي. خو په دې نه دي بریالي شوي چې د دې هیواد د اټومي پروګرام په اړه یوه موافقه ترلاسه کړي.
له غونډې څخه شاوخوا یو نیم ساعت وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي خبریالانو ته وویل، نوموړي تر یوه حده صمیمانه او صادقانه بحثونه وکړل. او زیاته یې کړه، چې غونډه په عمومي صورت ښه وه.
د اروپایي ټولني یو شمیر استازو وویل، متکي ته باید د خبرو موقع موقع نه وای ور کړل شوې. د هسپانيې استازي د جرمني خبري رسنۍ( ډي، پي، ا) ته وویل، دا دې ته ورته وه، چې د جرمني د نازیانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر (یوخېم فون ریبین تروپ) اروپايي ټولنې ته را وغوښتل شي، چې د نوموړی راتګ هم یو عار او ننګ ګڼل کیږي.
خو د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر د ایټالیا د محافظه کار ګوند غړي ګبرییل البیرتیني د خبرو په دفاع سره وویل، د دې دواړو نظرونو لپاره د حل لاره داده چې یا له هغو نظرونو سره چې زمونږ له نظرونو سره توپیر لري مقابله وشي، او یا هم هغه له پامه وغورځوو.خومونږ یو پارلمان یو چې د بیان له ازادۍ او ډیموکراسۍ څخه الهام اخلو.
بروسل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې له یوې خوا په منځني ختیځ کې د فلوتیلا په خوراکي موادو بار کشتې باندې د اسراییل حملې له وجې تاوتریخوالی زیات شوی او بل لور ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ایران پر رژیم د سختو بندیزونو د لګولو پر موضوع بحث کوي.
د اروپایي ټولنې پارلمان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په باب څه و نه ویل، خو ډېر ځل یې د بحثونو موضوع د نړیوالو چارو په اړه وي.