د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

كرولي:د اټومې سون موادو په اړه د ايران دليك يوه كاپي امريكا ته سپارل شوې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي

د نړېوالې اټومي انرژی اداره وایي د ایران له لوري یي رسما د هغې موافقې جزيیات ترلاسه کړي، چې له مخي یي د ایران د ټیټي کچې یورانیمو په بدل کې دی هېواد ته د اټومي ریاکتور لپاره د سوند مواد ورکول کیږي. دغه موافقه، چې تېره اونۍ ایران، ترکیي او برازیل لاسلیک کړه له مخي ایران د خپلو غني شوېو یورانیمو له نیمایي زیات ترکیي ته لیږدوي، چې په بدل کي به یي دې هېواد ته د اټومي سونګ مواد ورکول کیږي.

خو دغه موافقه د روغې جوړې د هغه پلان د عملي کېدو ژمنه نه پرځای کوي، چې تېر کال د ملګروملتونو په ملاتړ رامنځته شوی او له ایرانه غواړي چې د یورانیمو د غني کولو فعالیتونو ودروي.

د اټومي انرژی نړېوالې ادارې وویل، چې په دی اړه د ایران له خوا ترلاسه شوي لیک به د غور لپاره امریکا، فرانسې او روسیي ته وسپاري.

واشنګټن پر دغې موافقې شک څرګند کړی او پرایرن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د پریکړه لیک پرمسودې کارته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي وویل، د نړېوالې اټومي انرژی ادارې له واشنګټن څخه غوښتي دي، چې د دې لیک په اړه خپل نظر څرګند کړي:

"د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ ادارې د ایران د لیک یوه کاپي امریکا ته سپارلې او په دې اړه یي د نظرغوښتنه کړې ده.

موږ په دې پوهيږو، چې اساسا د نړېوالې اټومي انرژی د ادارې د دې وړاندیز برخوالو فرانسې او روسیي ته هم د دې لیک کاپي سپارل شوى دی.

موږ له خپلو متحدینو سره په دې اړه مشوره کوو او دې ادارې ته به ډیر ژر ځواب ورکړو، خو زموږ اندېښنې یواځې د تهران پر تحقیقاتي اټومي بټی پورې نه محدودیږي."

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ په ادارې کې د ایران استازي علي اصغر سلطانیه نن وویل، چې په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولود فعالیتونو د دوام لپاره د ایران پریکړه د بحث وړ مسله نه ده.

هغه وویل، چې ایران به له دغې نوې موافقې لاس واخلي که د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوې بندیزونه تصویب کړي.
XS
SM
MD
LG