د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

د ترکیي او ایران وروستى نژدې والى لویدیځ سیاستوال اندېښمن کړي


د ترکیي صدراعظم رجب طیب اردوان او د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ترکیي صدراعظم رجب طیب اردوان او د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد

په داسې حال کې چې د انقرې او تل ابیب تر منځ یو مهال ډیرې تودې اړیکې په دې وروستیو کې ناڅاپه سړې شوې، د ترکیي او ایران اړیکو وده کړې. ترکیي او برازیل په ایران باندې د نوېو نړېوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره تېره میاشت له تهران سره د اټومي موادو د تبادلې د یوه توافق منځګړیتوب وکړ .

لویدیځ سیاستوال لاسونه مروړي چې کاشکې یي د ایران او ترکیي د اړیکو د نژدې والي مخه نیولی وای، ترکیه چې یو غیرمذهبي حکومت لري، تمایل یي لویدیځ ته ډیر دی اود ناټوتړون مهم هېواد ګڼل کیږي، د ایران مذهبي رژیم ته چې اټومي لانجه لري اوپه خپلو سیاسي جغرافي پراختیایي هلو ځلو نړېوال نظام ته ګواښیږي نژدې شوى.

وروسته له دې چې د ترکیي صدراعظم رجب طیب اردوان تېره میاشت تهران ته ولاړاوهلته یي د برازیل له ولسمشر سره یوځای په ایران باندې د نړېوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره د اټومي د تبادلې د یوه توافق منځګړیتوب وکړ.

لویدیځ سیاستوال شکمن شول، چې کېدای شي ترکیه د لویدیځ له مداره ځان لېرې کړي او په منځني ختیځ کې د خپلوګاونډېو هېوادونو په کتار کې ودریږي.

سره له دې، چې انقرې له تهران سره د خپلو پراخو سوداګري اړیکو د خوندیتوب لپاره د دغه توافق منځګړیتوب وکړ، خو دغه اقدام د ایران او د دغه هېواد د ولسمشر احمدي نژاد لور ته د ترکېې د صدراعظم رجب طیب اردوان تمایل څرګندوي.

د ترکیي صدراعظم رجب طیب اردوان د ایران ولسمشر احمدي نژاد په دې وروستیو کې یو ډیر ښه دوست وباله.

د انقرې او تهران د محور بڼه وروسته له دې نوره هم څرګنده شوه، چې اسراييلو د مې د میاشتې په ۳۱ د مرستو د بیړېود هغه کاروان مخه ونیوله، چې له ترکیي څخه د غزې په لور روان شوی وواوپه دې خونړی پېښه کې نهه کسه ترکان ووژل شول.

دغې پېښې چې نړېوالو وغندله داسې یوه انطباع رامنځ ته کړه، چې ترکې او ایران د فلسطینیانو د حماس ډلې د ملاتړلپاره د اسراییلو خلاف یوه جبهه جوړه کړې ده، خو تهران اوانقره دومره نه دي سره نژدې شوي چې د دوي ترمنځ د مودو سیالۍ اوشکونه لېرې شي.

د ایران د شاهی رژیم له نسکورېدو وروسته د دواړو ګاونډېوهېوادونواړیکې په تېرو دیرشو کلونو کې سړې پاتې وې.

د ایران د چاروکار پوه میرجاودان فرپه دې باور دی، چې د ترکیي نوې پالیسی چې د منځني ختیځ هېوادونه ته یي مخ اړولی او د سیمې د نوروهېوادونو په ګډون سوریي ته هم نژدې شوې د ایران هغو هلو ځلو ته چې غواړي د اسلامي نړۍ بر لاسی هېواد وي ګواښ ګڼل کیږي:

"دواړه هېوادونه د اسلامي نړۍ د مشرتابه لپاره سره سیالي لري، ایران هرهغه هېواد ته چې ورسره نژدې شي یو څه سیاسي او اقتصادي مرستې مني او ترکیه هم خپلو متحدینو ته نور امتیازات مني."

سره له دې چې د جاودان فردغه نظرد هغو لویدیځ سیاستوالو اندېښنې یوڅه کموي چې له اروپا څخه د ترکیي بیلتون اندېښمن کړی، خو دی وایي که چېرې د ترکيي او ایران سیمه ایزه سیالۍ توده شي نو یوه نتیجه به یي دا شي چې د ایران مشران به د اټومي وسلې د جوړولو لپاره خپلو هلو ځلو ته لا زور ورکړي.

د ایران اسلامي رژیم له مودو راهیسې ترکیي ته د شک په سترګه ګوري، سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو پنځه کاله پخوا په تهران کې د امام خمینی نوی هوایي ډګر وروسته له دې وتاړه چې تړون یي یوې ترکي کمپنۍ وګاټه اوترهغې تړلې پاته وو چې دغه تړون یوې ایرانی کمپنۍ ته وسپارل شو.

دغه راز د ترکیي د موبایل ټیلې فونونو یوې کمپنۍ، ترکسیل څخه د ۲ ملیارډو ډالرو یو قرارداد واخیستل شواو یوې ایرانی کمپنۍ ته ورکړل شو.

په ایران کې د ترکیي پخوانی دیپلومات مراد دلهان په دې باور دی چې د ترکيي په اړه د تهران شک اوګومان په دې وروستیوکې هغه مهال بیا څرګند شو چې ایران د دغه هېواد او امریکا ترمنځ د ترکیي د منځګړیتوب وړاندیز رد کړ.

دی وایي چې تهران د اټومي تبادلې توافق کېدای شي، یواځې د برازیل د رول له امله منلی وي:

"ایران فکر کوي له لویدیځ سره د دوی د اړیکود لېرې والي یولامل ترکیه دی، دوی ترکیه ځانته سیال ګڼي او نه غواړي چې ترکیه له ایرانه قوی وي.

دا په ایران کې د دولتي چارواکو، مشرانواود پالیسیو د جوړوونکونظر دی، ایرانیان ترکیه ځانته ګواښ نه ګڼي خوغواړي یوه لاره ورسره ونیسي چې له ستونزو پرته د ګاونډیتوب اړیکې سره وپالي خو د ترکیي بر لاسی نه غواړي."

مراد دلهان زیاتوي، چې د عربي هېوادونو او ترکيي نژدې والی کېدای شي د تهران اوانقرې د سیالۍ یو بل عامل شي.

زياتره عربي هېوادونه د ایران اټومي پروګرام ته اندېښمن دي، خو د ترکیي چارواکي وایي، دغه هېواد د خپل جغرافی موقعیت له امله او دا چې ترکیه د ناټو یواځنی اسلامي غړی هېواد دی کولای شي د ایران ډاډ ترلاسه کړي، خودوی په خصوصي څرګندونو کې دا مني چې له ایران سره خبرې ستونزمنې دي، دوی وایي چې د ایران سیاسي سیستم د قدرت بېلابېل مراکز لري.

یوه ترکي چارواکي پرته له دې چې خپل نوم واخلی ازادۍ راډیو ته وویل، چې موږ د ایران دفاع نه کوو موږ خپلې ګټې ساتو.
XS
SM
MD
LG