فرانسوۍ ښوونکې کلوتیدي رایس چې ایراني چارواکو د جاسوسۍ په تور نیولې وه، پرون وروسته له هغه پاریس ته ورسېده چې ایراني چارواکو یې د جزا په حکم کې تعدیل راوست. د مېرمن رایس نیولو د ایران او فرانسې ترمینځ په اړیکو کې سخت کړکېچ رامینځ ته کړی و.
له کومې ورځې، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ شوی، ایران له افغانستان سره اړیکې ښه کړي او په اصطلاح زیاته سیاسي پانګونه یې کړې ده. په ۲۰۰۱ میلادي کال په افغانستان کې د سني طالبانو د رژیم ړنګیدل د سيمې له هرهیواده زیات، د ایران په ګټه وو.
د ایران د سمندري ځواکونو د مشر امیرالبحرحبیب الله صحرایي له قوله ویل شوي، چې دغه مانورونه به چې ولایت – نهه اتیا نومول شوي، د ایران د سمندري ځواکونو دفاعي ځواک څرګند کړي. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونوهم له دغو تمریناتو دوه اونۍ مخکې په خلیج او د هرمز په تنګي کې تمرینات وکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تېره ورځ وویل، د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه ټوله نړۍ له ګواښ سره مخامخ کړې ده او نړېواله ټولنه باید پر تهران فشار زیات کړي څو خپل مسولیتونه پرځای کړي. هیلري کلینټن دا څرګندونې په نیویارک کې د اټومي وسلو د نه پراختیا پر تړون د غور د کانفرانس په لومړنۍ ورځ خپله وینا کې وکړې.
امریکايي مقاماتوڅو ځلي دا خبره کړې، چې که چېرته د دیپلوماتیکو لارو، ایران د یورانیمو غني کول بند نه کړل نو د دې هېواد پرضد به پوځې عملیات له احتماله لرې نه وي. د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې چې د اسرايیل د دفاع له وزیرایهود بارک سره یې په ګډه تر سره کړ.
د امنیت شورا پنځو دیامي غړیو او جرمني پر ایران د بندیزونو د زیاتولو لپاره خپلې غونډې زیاتې کړي دي .د امنیت شورا پنځو دیامي غړیو او جرمني پر ایران د بندیزونو د زیاتولو لپاره خپلې غونډې زیاتې کړي دي .د ملګروملتو دیپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ وویل،
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ نن سه شنبې ( د مارچ شپاړسمه) په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر یانګ جیچي سره د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړې.
د ايران دولتي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ خبر خپور كړ، چي د جندوالله ډلې مشر يې د ايران په ختيځ ولايت سيستان بلوچستان كې نيولى دى، ځينې ناتاييد شوې سرچينه وايي چي هغه د پاكستان په بلوچستان كې نيول شوى او بيا ايران ته انتقال شوى دى.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې، د پنج شنبې په ورځ د لومړي ځل اندېښنه وښوده چې ښايي ايران داسې فعاليتونه وکړي، چې هدف يې د اټومي وسلو د ظرفيتونو پراختيا وي. ايران وايي دغه پروګرام يې سوله ييز هدف لري. دغه نوى راپور د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته سپارل شوى او ډېر ژر به ورباندې جدي بحثونه وشي. د
واشنګټن د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکونو په یو مشر او څو ارګانونو باندې نوی بندیزونه ولګول. امریکا ګمان کوي، چې سپاه پاسداران د ګڼې وژنې د وسلو په جوړولو او تکثیر کې لاس لري. د امریکا مالیې وزیر پرون اعلان وکړ، چې په امریکا کې د سپاه پاسداران د یوه مشر رستم قاسمي او څلورو هغو کمپنیو بانکې حسابونه منجمدوي، چې د خاتم الانبیا په نامه د ده د ساختماني کمپنۍ لپاره کار کوي.
د ایران سخت درځي حکومت او اپوزیسیون ځانونه د پنجشنبې په ورځ یوې بلې مقابلې ته تیاروي . د دلوې په دوه ویشتمه د ایران د اسلامي انقلاب یودریشمه کالیزه ده .
د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون د افغانستان په باب د نړیوال کنفرانس په پرانستونې وینا کې وویل چې نړیوال ځواکونه به سږکال افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو په سپارلو پیل وکړي .ده وویل چې اوس د نړیوالو د همکارۍ لپاره د پرېکړې وخت دی چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او پر خپل هیواد حکومت وکړي .
نور راوښيه