داسې راپورونه خپاره شوي، چې د ایران رژیم په زندانونو کې سیاسي بندیان لوڅوي او د شپې له خوا یي بهر په سړې هوا کې دروي.
اسلامي رژیم کردي سېمو ته برېښنا بنده کړې تر څو هغوي د اعدامیدونکو کردانو د ملاتړ لپاره لارو او کوڅو ته را ونه وځي.
د بشري حقونو فعلان وایي، دوي ته د اسلامي رژیم د استخباراتو مامورین په ټیليفونونو کې ګواښونه کوي او تر کلک څار لاندې دي.
د تېرکال جون میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لویدیځ ډوله انتخاباتي مبارزو او ژوندېو تلویزونې مناظرو او مباحثو په مهال د ډيموکراټیکو بدلونونو ژمنې شوې وې، خو د ایران اسلامي رژیم په ډېرې بې رحمۍ سره، د خلکو په ستونې پښه ایښې او د سیاسي مخالفانوغږونه غلي کوي.
د بشري حقونو فعالان او څیړونکي وایي، اسلامي رژیم د مخالف زرغون غورځنګ د ټکولو او د جمهوري ریاست د لومړۍ کلیزې په درشل کې د سترو مظاهرو د مخنیوي لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي دي.
ایراني چارواکي زیار باسي، چې د تېرکال د عاشورا د ورځې په څېر شخړې رامنځ ته نه شي.
د تېرکال په عاشورا کې د حکومتي ځواکونو او مخالفانو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي وواو اسلامي رژیم له یوه ستر بحران سره مخامخ شو.
په ایران کې د بشري حقونو د نړېوالې کمېټې مشر ښاغلی هادي قایمي وایي، د ایران د سپاه انقلاب قوماندانانو خبرداری ورکړی چې د رژیم په ضد ان سوله اېزې مظاهرې به هم د رژیم په ضد د جګړې مفهوم ولري.
ایرانیو چارواکو په روانې میاشت کې د تهران په ایون زندان کې پنځه تنه فعالان چې څلور یي کردان وو، اعدام کړل.
په دې کسانو د مخرب یا تروریستانو تورلګول شوی و، د دې کسانو په اعدام سره له خلکو سره اندېښنې زیاتې شوي چې اسلامي رژیم ممکن نور سیاسي مخالفان چې دا مهال بندیان دي او په اعدام محکوم شوي، هم اعدام کړي.
په دې بندیانو کې یو جعفر کاظمي دی، چې د مجاهدین خلق منع شوې سیاسي ډلې د سرپرست مشر په نامه د تېر سپتمبر میاشت کې نیول شوي.
د کاظمي کورنۍ وایي، اسلامي رژیم له شکنجو او وهلو ټکولو سره سره، زیار ویست چې په کاظمي باندې هغه جعلي اسناد لاسلیک کړي، چې ګوندې ده د عاشورا د ورځې په شخړو کې لاس درلود.
کله چې ده اسناد لاسلیک نه کړل نو رژیم دی د اعدام په سزا محکوم کړ.
په ایران کې د بشري حقونو د نړېوالې کمېټې مشر ښاغلی هادي قائیمي وایي، اسلامي رژیم ممکن د جون د میاشتې د انتخاباتو د کلېزې په درشل کې زیات شمېر مخالفان پرته له دې چې عواقبو ته یي پام وکړي، اعدام کړي .
دی وایي:
"د ایران په زندانونو کې زیات شمېر سیاسي بندیان موجود دي په خاص ډول کردان، چې په تروریزم تورن دي.
که چېرې حکومت د تروریزم ضد مبارزې تر نامه لاندې نور کسان هم اعدام کړي او یا هغه کسان اعدام کړي، چې د تېر کال له انتخاباتو وروسته نیول شوي، په خاص ډول د عاشورا د ورځې په شخړو کې نیول شوي کسان ، نو په هغه صورت کې به عام خلک وبیروي. خو که د تېرې اوونۍ اعدامونو ته پام وکړو نو د بندیانو اعدامول به د خلکو احساسات را وپاروي."
د ایران اسلامي رژیم د خلکو د تهدید او ډارونې لپاره له نورو لارو هم کار اخلي.
دوي د خلکو د شخصي ټیليفونو مکالمې اوري، پیغامونه او بریښنا لیکونه یي هم څاري.
ځیني سیاسي فعالان د رژیم له بېرې ان د لویدیځو خبریالانو ایمولونو ته هم ځواب نه وايي.
ځیني فعالان وایي، چې د اسلامي رژیم امنیتي مامورینو ورته د ټیليفون له لارې د مرګ ګواښونه هم کړي دي.
زیات شمېر کسان په دې باور دي، په مخابرو او برېښنا لیکونو باندې د حکومت د کلک څار له امله زیات شمېر خلکو ته ممکن د موسوي او کروبي پیغامونه او په مظاهرې کې د ګډون بلنه ونه رسیږي.
د بشري حقونو فعالان وایي، د تهران د ایون زندان بندیانو خپلو کورنیو ته ویلي، چې د څيړنو په جریان کې شکنجه شوي او ناوړه چال چلند ورسره شوی دی.
د ایران مشهور فلم جوړونکی جعفر پناهي، چې مهمه جایزه یي هم ګټلې ده، د تېر مارچ له میاشتې راهیسې د تهران ایون زندان کې بندي دی.
ده خپلې کورنۍ ته یو لیک استولې او په کې یي لیکلي، چې د زندان چارواکو، دې او نور بندیان د شپې په سړې هوا کې بهر لوڅ لغړ درولي دي.
پناهي دا هم ویلي، چې چارواکو ورته د تحقیقاتو په جریان کې ګواښ کړی چې کورنۍ به یي هم ونیسي او ځوانه لور به یي د خطرناکو جنایي بندیانو په زندان کې واچوي.
له ټکونو او نیونو څخه داسې بریښي، چې د ایران اسلامي رژیم به یوه ورځ موسوي او کروبي هم بندیان کړي.
دا بېره او اندېښنه هغه مهال زیاته شوه، چې د ایون د زندان عمومي څارنوال جعفر دولت ابادي وویل، موسوي ممکن ونیول شي او دا ځکه چې دی د سیاسي مخالفانو اعدام غندي.
د موسوي د نیولو د اندېښني اندازه د ده په کمپیوتري پاڼې کې د یوه اعلان له خپرېدو څخه هم لګیدایي شي.
په پاڼې کی ویل شوي، د موسوي یو سابقه دار ساتونکی احمد یزدانفر، چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې یعنې له هغه وخته چې موسوي د ایران صدراعظم و، د ده ساتنه یي کوله، اسلامي رژیم ونیوه.
د سیاسي چارو ځیني کارپوهان په دې باور دي، چې د ایران اسلامي رژیم د موسوي او کروبي نږدې همکاران او مهم ملګري نیولي او دوي یي په تدریجي ډول د انزوا حالت ته کړیدي.
دا مهال د دوي نیولو ته ممکن زیات ضرورت هم نه وي. په عین حال کې دې دوو مشرانو د خپل سیاسي حریف د ماتولو د مبارزې په څنګ کې په وار وار له اسلامي نظام سره خپله وفاداري تکرار کړې ده.
یو امریکایي خبریال سټیفن کینزر، چي څه موده وړاندې یي ایران ته سفر کړی و، وایي، زیات شمېر خلکو ورته ویلي چې د محمود احمدي نژاد تر مشرتابه لاندې د دوي د ژوند شرایط ښه شوی دى.
دا نظرونه د هغو راپورونو مخالف دي، چې وایي، په ایران کې زیات خلک بې روزګاره دي او پولي تورم مخ په زیاتیدو دی.
د فرانسي د اقتصاد په پوهنتون کې استاد جمشید اسدي وایي، د احمدی نژاد هلې ځلې د اوږدې مودې لپاره بری نه شي ګڼل کېداى او د اسلامي رژیم په ۳۱ کلن تاریخ کي یي تر ټولو ناوړه اقتصادي حالت رامنځ ته کړی دی.
دی وایي:
"احمدي نژاد په ځینو خلکو د تیلو پیسې ویشلي او هغوی یي راضي کړی دي. دا د اقتصادی فعالیت یوه متحرکه عملیه نه ده. په دي معنی چې، دې کسانو ته نوي کارونه نه دي میندل شوي بلکه د پیسو نوي منابع ورته برابرې شوي او دوی خوښ دي.
مخکی د تیلو بیې جګې وې او رژیم ته زیاتي پیسي په لاس ورتلي. خو دا چې د تیلو بیې را لویدلي نو رژیم هغه پخوانۍ منابع په واک کې نه لري."
په لندن کې د عربو او ایران د څیړنیز مرکز څیړونکی مهرداد خونسري وایي، داسې یرېښې چې د اوس لپاره د اسلامي رژیم د اختناق پالیسۍ کار ورکوي، خو د رژیم پایې په نازکه اقتصاد تکیه دى او د تېر جون د میاشتې له انتخاباتو څخه وروسته حالت یې هم د اندېښني وړ دی.