د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په ولایتونو کې یې د دغو انتخاباتو د ګډ امنیتی پلان په عملي کولو لاس پورې کړی دی.
طالبان غواړي انتخابات ګډوډ کړي خو يوناما وايي چې دوي به هيڅ يوې ډلې ته اجازه ورنه كړي چې په انتخاباتوكې د خلكود ګډون مخه ونيسي.
د افغان ميرمنو د شبكې په نوخت د پنځه ميليونو ښځينه رايي وركونكو تر سرليك لاندې ښځې به په انتخاباتو كې د رايې وركولو لپاره وهڅوي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د عامه پوهاوي څانګې، د كابل ولايت ګڼ شمير ديني عالمان او روحانيون يوه روزنيز پروګرام ته راټول كړي وو، ترڅو خلكوته د اسلام له نظره دانتخاباتو اهميت بيان كړي.
د سه شنبې په ورځ مو د ماسپښين له درېيو د مازيګر تر څلورو بجو د جمهوري رياست كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله پوښتنې ځوابوي، له څلورو تر پنځو بجو د انتخاباتو د امنيت په اړه خبرې كېږي. تاسې هم دغۀ پروګرام ته زنګ راووهئ او له مېلمنو څخه پوښتنې وكړئ.
ډاكترعبدالله عبدالله به د برياليتوب په صورت كې د ښځو ونډه په سياسي پرېكړو كې د لمړيتوب حق ورکړي.
د انتخاباتود خپلواك كميسيون وایی د انتخاباتود ښه ترسره كېدو لپاره په لسګونو زره تنه ګمارل شوي او دا لړۍ به په دقت سره وڅاري.
د کرزي د انتخاباتي کمپاین چارواکي وايي، چې د جمهوري ریاست له یو شمیر کاندیدانو سره يې جدي خبرې روانې دي او هیله ده، چې ځینې نور کاندیدان به هم له ولسمشر کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړي.
ولسمشر حامدکرزی وايي که دی د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ګټونکی شي، نو په هېواد کې د سولې راوستو په مقصد به خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون پر ځينو رسنيو انتقاد وكړ چې ټولو كانديدانو او د دوى انتخاباتي كمپاينونو ته يې برابر وخت نه دى وركړى.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، د مخالفينو د ګواښونو سره سره دوى ډاډمن دي چې په هېواد كې به انتخابات ترسره شي.
ولسي جرګې پريكړه وكړه چي د جرګې عمومى غوڼدى دى د اسد د مياشتي ترنهه ويشتمي نيټى پورى وځنډيږي.
نور راوښيه