د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

نور: انتخابات به خامخا ترسره شي


د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نوراحمد نور
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نوراحمد نور
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، د مخالفينو د ګواښونو سره سره به په هېواد كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات، له ټاكلي پلان سره سم ترسره شي.

د دې كميسيون وياند نور محمد نور د شنبې په ورځ ازادى راډيو ته وويل چې انتخابات د هېواد يوه ملي پروسه ده. اوسمهال څه باندې پنځلس ميليونه خلك د رايو وركولو كارټونه په لاس لري او حاضر دي چې په انتخاباتو كې برخه واخلي:

"انتخابات یوه ملي پروسه ده، ټولو افغانانو له دې څخه ملاتړ اعلان کړی دی. زموږ ټول کارونه په بشپړ توګه منظم دي.

افغان او نړېوال ځواکونه په دې برخه کې له کمیسیون سره په کار لګیا ده، چې له بېلابېلو لارې وکولای شو ټول افغانستان کې هرڅوک چې واجب شرایط وي او د رای کارت یې اخیستی وي لاره ورته پرانیزو ترڅو په دې ملي بهیر کې ونډه ورته وکړل شي.

ځني ستونزې شته دي، خو موږ نه یوازې له امنیټي نهادونو سره، بلکې خپله د قومونو مشرانو او ملا امامانو سره هم په تماس کې یو، ترڅو په هرځي کې زموږ د کارکوونکو امنیت ټینګ شي، هغه ځي ته لاړ شو او په هغه سیمه کې انتخابات ترسره کړو."

ښاغلي نور يو ځل بيا له كورنيو او بهرنيو امنيتي ځواكونو وغوښتل چې د انتخاباتو بهير ته دې خپل اقدامات نورهم جدي كړي.

ښاغلي نور دا هم وويل، تراوسه يې د هېواد پنځلس ولايتونو ته د انتخاباتو تخنيكي او لوژستيكي سامان او لوازم وررسولي او نورو ته هم د رسېدو په حال كې دي.

د افغانستان خلك وايي، دوى مينه لري چې په انتخاباتو كې ګډون وكړي او د خپلې خوښې كانديد ته رای واچوي خو دا هم وايي چې امنيتي ارګانونه بايد د رايو وركولو، د ټولومركزونو امنيت وساتي. يوتن وايي:

"نوم مې مصطفی دی، د خوست اوسېدونکی یم، محصل یم. دا خو د خلکو حق دی چې رایه وکړي، باید خلک حاضر شي ترڅو خپل مشر وټاکي.

دولت یې بايد امنیت ونیسي، څو خلک د رای ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او رايه ورکړي."

په دې هكله د كورنيو چارو وزارت ډاډ څرګندوي او وايي چي، د انتخاباتو د ترسره كېدو لپاره د دوى پلانونه په ټول هېواد كې په بري سره پلي كيږي او د مخالفينو ګواښونه به د دوی د لارې خنډ نه شي.

په دې هكله د دې وزارت وياند زمري بشري ازادي راډيوته وويل:

"د کورنیو چارو وزارت او نور ټول امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت نیولو په خا‌طر منظم پلان جوړ کړی دی، په دې پلان کې ملي پولیس، ملي امنیت او نور ملي او بین المللي ځواکونه شامل دي.

د دې ترڅنګ چې هېوادوال له دې پروسې نه حمايت کوي، مخالفین هم لري، ولې داسې اظهارات هېڅ کله د افغانستان د امنيتي ځواکونو موقف نه سي متزلزله کولای او امنیتي ځواکونه به خپل پلاونه په سرعت او موفقیت تطبیق کړي څو وکولای شو هېوادوالو ته ښه زمینه مساعده کړو."

په دې وروستيو كې د افغانستان د دولت مخالفينو يوه اعلاميه خپره كړې او ويلي يې دي چي، انتخابات به تحريم كړي او د رايو وركوونكو پرمخ به د انتخاباتي مركزونو لارې وتړي.

كارپوهان بیا په دې نظر دي چې، كه چېرې امنيتي ارګانونه د انتخاباتي مركزونو امنيت ونه ساتي، خلك به له رايو وركولو محروم او د انتخاباتو شفافيت ته به زيان ورسوي.
XS
SM
MD
LG