د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

عمر:د کرزې د ملاتړ لپاره له یوشمیر کانديدانو سره جدي خبرې روانې دي


وحید عمر
وحید عمر

د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاین ویاند وحید عمر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ پداسې حال کې وکړې، چې د ولسمشر ۍ څوکۍ ته یو بل کاندید عبدالمجید صمیم هم له ولسمشر کرزي نه د ملاتړ په دود له خپلې کاندیداتورۍ نه د تیریدو اعلان وکړ.

وحید عمر، چې په دغه مناسبت له خبریالانو سره غږیده وویل، چې دا لړۍ د ملي ګټو په پام کې ساتلو سره پر مخ روانه ده.

"څومره، چې له ولسمشر حامد کرزي نه ولسي ملاتړ مخ په زیاتیدو دې هومره د ولسمشرۍ څوکۍ ته هغه کاندیدان هم ، چې ملي ګټو ته ژمن دي او د افغان ولس غوښتنو ته درناوې لري واقعتونه درکوي.

زمونږ په نظر هر کاندید یو مطرح کاندید دې او په نږدې راتلونکې کې هیله مند یو، چې یو شمیر نور مطرح کاندیدان هم د ولسمشر کرزي په ګټه تیر شي."

عبدالمجید صمیم د ولسمشرۍ څوکۍ ته دریم کاندید وو، چې د ولسمشر کرزي په ملاتړ له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیر شو.

عبدالمجید صمیم


تر دې مخکې خپلواک کاندید باز محمد کوفي او د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند کاندید مولوي محمد سعید هاشمي هم له ولسمشر کرزي نه خپل ملاتړ څرګند کړې او له خپلې کاندیداتورۍ تیر شویدي.

عبدالمجید صمیم، چې په کابل کې د ولسمشر کرزي د کمپاین په دفتر کې له خبریالانو سره خبرې کولې ولسمشر کرزي ته د تیریدو په اړه معلومات ورکول وویل، چې پدې کې هیڅ ډول معامله نده شوې.

"معامله او سازش د نفس تر اغیزې لاندې راتلل دي، مونږ د ستر ځواک غوښتونکي یو، هر څوک ، چې د خلکو ملاتړ له ځانه سره ولري هغه له یو ستر ځواک څخه برخمن دې. د دې لپاره، چې خلک حامد کرزې غواړي نو زه هم د خلکو یوه برخه یم. تاسو ډاډه اوسۍ، چې په دې کې هیڅ ډول معامله نه ده شوې."

د ولسمشر حامد کرزي د کمپاین د چارواکو له خوا د کاندیدانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې نور کاندیدان هم، چې ځان ورته مطرح کاندید ښکاري هڅه کوي، چې ځینې کاندیدان د ځان په ګټه تیر کړي.

دغو انتخاباتي مبارزو په داسې حال کې زور اخستې، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته، چې د روانې زمري میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ترسره کیږي له دریو اونیو څخه کمه موده پاتې ده.

XS
SM
MD
LG