د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

اي، ډبليو، ان: ښځي به وهڅوي چې په انتخاباتو كې پراخ ګډون وكړي


افغان میرمنو غونډه
افغان میرمنو غونډه

د افغان ميرمنو شبكه يا اي ډبليو ان وايي : د اسد د مياشتي له انتخاباتو څخه ملاتړ كوي او ښځي به وهڅوي چې په انتخاباتو كې پراخ ګډون وكړي.

د افغان ميرمنو شبكې د همدې هدف لپاره د سې شنبې په ورځ په كابل كې د لويې جرګې په خېمه كې يوه ستره غوڼده جوړه كړې وه

د دغې غونډې يوې تنظيم كونكي پلوشي حسن د غونډې د اهميت په اړه داسې وويل:
"دغه نن ورځ پروګرام د پنځه میلونو ښځو په ارتباط ده د کمپاین اصلي هدف داده چې ښځې مشخصې تقاضاوې لري چې د راتلونکې ولسمشر نه او په عین حال کې ښځې غواړي د نورو خوېندو لپاره دا پیغام ورسوي چې په ټولټاکنو کې پراخه ونډه واخلي."

افغان ميرمنو شبكه يا اي ډبليو ان

افغان ميرمنو شبكه يا اي ډبليو ان

راپورونه وايي تقريبا پنځه ميليونو ښځو په دې او په پخوانېو انتخاباتو كې د رايو وركول كارتونه اخيستې دي او له همدې امله ويل كيږي چې د ښځو رايې به د ولسمشر په ټاكلو كې ستره ونډه ولري.


د دغې غونډې يوی ګډونوالې شاهدی حسين چې له كندهار څخه راغلي وه ازادۍ راډيوته وويل چې په ځينو ځايونو كې به نا امني د دوي د رايي اچوني مخه ونيسي نو له همدې امله يې له امنيتي ارګانونو څخه وغوښتل چې د ښځينه رايه وركونكو لپاره دې امنيت ټينګ كړي:
"په هغه ځای کې چې امنیت تامین دی هلته به ښځې ولاړې شي، خپله به برخه واخلي خپله به رایه وکاروي، خپل ولسمشر به وټاکي
مګر په هغه ولایت کې چې امنیت نه وي نو هلته به ښځې په کورو کې بندې پاتې وي او دوي به خپلې رایې نشي کارولې دوي به پوهیږي چې چاته رایه ورکړو مګرد نا امنې د وجهې به را ونه وځي اوخپله رایه به ونه کاروي نو دا د نړیوالو او د دولتي چارواکو کاردې چې امنیت باید تامین کړي ترڅو ښځې راووځي.

ښځه نیمایی برخه د ټولنې ده که ښځې خپلې رایی ونه کاروي دې انتخاباتو ته موږمات انتخابات وایو."

په دغه غونډه كې د افغانستان د ښځو د چارو وزيري هم ګډون كړی وه او له ټولو ښځو څخه يي وغوښتل چې د كانديدانو پروګرامونه او پلانونه دې په دقت سره وڅيړي او بيا دي د خپلې خوښې كانديد ته رايه وركړي.

د انتخاباتو لپاره د ښځو د هڅوني غونډي په دا سي حال كي ترسره كيږي چې ويل كيږي د هېواد په ځينو برخو كې ښځي د امنيتي اندېښنو له امله ښايي ونه شي كړای چې د رايه وركوني مركزونو ته ولاړې شي او د خپلې خوښې كانديد ته رايه وركړي.

خو افغان امنيتي ځواكونه او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي زيار باسي چې انتخابات عام وي او ټول واجد شرايط كسان په كې پدې وتوانيږي چې په انتخاباتو كې گډون وكړي.

XS
SM
MD
LG