د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

سلګونو تنو ښځو په كابل كې له ډاكټرعبدالله څخه ملاتړ وكړ


ډاكترعبدالله عبدالله په كابل كې د ښځو په يوه غونډه كې
ډاكترعبدالله عبدالله په كابل كې د ښځو په يوه غونډه كې

ډاكټر عبدالله د دوشنبې په ورځ د كابل په غازي سټډيوم كې د سلګونو تنوښځو په غونډه كې وويل چې په راتلونكو انتخاباتو كې دې له ده څخه ملاتړ وكړي ترڅو دى له اقتصادي، ټولنيز او سياسي پلوه د ښځو د ژوند د ښه كولو لپاره خپل پلانونه عملي كړي .
د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې دوه اونۍ پاتې دي او هر كانديد په مركز كابل او ولايتونو كې هڅه كوي ترڅو د غونډو په جوړولو سره د خلكو ملاتړ ترلاسه كړي.

دې څرګنده كړه چې افغان ښځې به په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهوري رياست هغه كانديد ته رايې وركړي چې د ښځو په ژوند كې د مثبت بدلون د راوستلو لپاره رښتينې هلې ځلې وكړي.

يو شمېر ښځې وايي چې د افغانستان په تېرو انتخاباتو كې د ښځو ونډه د پام وړ وه همدې مسالې ته په كتو سره روڼ اندې ښځې په دې باور دي چې په افغانستان كې سياست پوهانو يوازې د ښځو له نوم څخه د ځان په ګټه استفاده كړې او لكه څنګه چې لازمه ده د هغوى د ژوند د ښه كولو لپاره يې لازم اقدام نه دى كړى.

د عبدالله په ملاتړ کې غونډه



خو په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهوري رياست اته دېرش تنه كانديدان هریو سينه ډبوي چې د برياليتوب په صورت كې به په ټولنه كې عدالت ټينګ او د ښځو ژوند ته به لكه څنګه چې لازمه وي پاملرنه وكړي.

XS
SM
MD
LG