د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې ادارې پلاوي د چهارشنبې په ورځ پريكړه وكړه چي د جرګي عمومى غوڼدى دى د اسد د مياشتي ترنهه ويشتمي نيټى پورى وځنډيږي.
دا پريكړه په داسې حال كې كيږي چې پدې ورځوكې د جرګې د پنځه څلويښتو ورځو رخصتيو وروسته، له يوې خوا د جرګې دغونډو نصاب نه پوره كيږي او له بلې خوا د جرګې ځيني غړو د جمهوري رياست د كانديدانو په كمپاينونو كې بوخت ښكاري.
د ولسي جرګې لومړی منشي ستارخواصي د ازادۍ راډيو ته وويل، د ولسي جرګې دعمومي غونډو، نه دایريدل د جرګې دغړو د رخصتې په معني نه دي، بلكى د جرګې اتلس ګوني كميسيونه به په منظمه توګه خپلې غونډى جوړوي ښاغلې خواصي وويل:
د ولسى جرګي ځيني غړى بيا له دغى پريكړى سره موافق نه دي او وايي چي د جرګې دعمومي غونډو د نه دایرېدو پريكړه بايد دغړو اكثريت وكړي حال دا چې نصاب نه پوره كيږي.
پدې هكله د جرګې غړي سرورجوادي د ازادۍ راديو ته وويل:
"دا پریکړه نه د جرګې د اصولو سره سمه ده او نه قانونی بڼه لري ځکه چې نٍصاب بشپړ نه وه د انتخاباتو په اوسنېوشرایطوکې باید پارلمان رخصت نه اوسي موږ دا نه وایو چې وکیلان د په سیاست کې برخه نه اخلي بلکې وکیلان د کاندیدانو په واک کې نه اوسي."
خود ولسي جرګې غړي وايي، دوي حق لري چي د كانديدانو په كمپاينونوكې د خپلې خوښي كانديد ملاتړوكړي .
په دې هكله كارپوهان وايي، ولسي جرګه بايد پدې شپو ورځو كې د انتخاباتو بهير وڅاري او د هغه هرډول نيمګړتياوی، دولت او د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته په ګوته كړي.
سربيره پرځينوغړو دا انتقادونه هم شته چې، په اونېو اونېو او مياشتو هم ملي شورا ته نه حاضريږي اوخپل ټول وخت په شخصي كارونه تيرووي