د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه تړون په بادغيس كې له طالبانو سره ډز بندي او د انتخاباتو د امنيت په اړه له طالبانو څخه ډاډ اخيستی.
د بشر حقوقو خپلواك كميسيون له افغانانو څخه وغوښتل چې كوښښ دې وكړي د اسد د نهه ويشتمې انتخابات په شفافيت سره ترسره شي.
د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ورځ به شاوخوا درې لکه افغان او بهرني ځواکونه امنیت وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي راروان انتخابات که څه هم تر ټولو پیچلي انتخابات وبلل خو هیله يې څرګنده کړه، چې هر څه به په سمه توګه ترسره شي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وايي چې دوى د افغانستان د راتلونكي ولسمشر څخه غواړي چې د حكومت په جوړښت كې جنګي مجرمينو ته ځاى ور نه كړي او خلک دې د رای ورکولو په وخت کې له دقت نه کار واخلی.
افغان دولت وايي په باغیس ولایت د کې تړون ملاتړ کوي او غواړي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره په نورو سیمو کې هم د ورته تړونونو لپاره زمینه برابره کړې.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما مسوولينو له افغانانو څخه غوښتنه وكړه چې فرصت طلبو خلكو ته دې په انتخاباتو كې وخت نه وركوي، څو تاوتريخوالى ايجاد كړي.
د ولسې جرګې ريس محمد يونس قانوني وایي چې په تېرو دوو عمومي غونډوكې نصاب نه وو پوره او ښايي چې تر انتخاباتو پورې دا لړۍ همداسې دوام وكړي.
د دوبي تر رخصتيو وروسته د مشرانو جرګې په لومړۍ غونډه كې وويل شو چې ښايي زيات سناتوران او وكيلان په كمپاينونو بوخت وي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست څوکۍ ته له ټولو کاندیدانو وغوښتل، چې د زمري د میاشتې تر یوولسمې نیټې پورې دې خپلې اقتصادي طرحې دغې خونې ته وسپاري.
په کابل کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدانو یو اییتلاف د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو د کمسیونونو په کړنو اعتراض وکړ او د هغوی کارونه يې غیر شفاف وبلل.
نور راوښيه