د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

کرزی :که بیاولسمشرشوم دسولې هڅې به دوه برابره زیاتې کړم


کرزی په کیان دره کې زرګونوخلکوته د انتخاباتي کمپاین په سلسله کې وینا کوي
کرزی په کیان دره کې زرګونوخلکوته د انتخاباتي کمپاین په سلسله کې وینا کوي
ولسمشرحامدکرزي له طالبانو سره پر خبرو په داسې حال کې ټینګار کوي چې له یوکال راهیسې د حکومت او طالبانو ترمینځ د پخلاینې هڅې پيل شوې دي، خو دا هڅې وروسته له هغه یوه نوي پړاو ته ورسېدې چې بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

ښاغلي کرزي په خپله وینا کې وویل، وروسته له دې چې دی د خلکو په رایه د بلې دورې لپاره د ولسمشر په توګه انتخاب شي، نو دری کارونه به د ده د اجرااتو په اجندا کې وي چې په سر کې يې په ټول هېواد کې د سولې راوستل دي:
(هغه مهال چې ستاسو په رایه، او ستاسو په ځواکمنو مټو بیا د افغانستان ولسمشر شم، د هېواد د ښه پرمختګ او باثباته راتلونکې لپاره درې لوی پروګرامونه لرو. لومړی يې په ټول هېواد کې سوله ده. په هرډول چې کېږي، په دې برخه کې د نړیوالو په مرسته هراړخیزې هڅې کوو. دوهم پروګرام مو، له نړیوالو، له امریکا، اسلامي نړۍ، ګاونډیانو او نورو هېوادونو سره د دوستۍ او اړیکو دوام دی. او دریم يې د دې هېواد د پرمختګ لپاره د هڅو دوام دی.)

ولسمشر حامدکرزي چې د بغلان ولایت په کیان دره کې د زرګونو کسانو په ګډون غونډې ته وینا کوله زیاته کړه چې د سولې د راوستو لپاره یوه لاره له طالبانو سره مستقیمې خبرې دي.

که څه هم د وسله والو طالبانو مشرانو په واروار له حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او ویلي يې دي چې سوله، یوازې له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې ممکنه ده، خو افغان چارواکو څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې له وسله والو مخالفینو سره یې تماسونه ټینګ کړي دي.

تېره اونۍ د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک کړی. د چارواکو په وینا د دې اوربند له مخې طالبانو ژمنه کړې ده، د انتخاباتو بهیر به نه ګډوډوي، او په دې سیمه کې د حلقوي سړک جوړېدو ته به اجازه ورکوي. د بادغیس تړون، د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ د اوربند لومړنی تړون دی.

له دې اعلان وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې د افغانستان په هېڅ سیمه کې له حکومت سره اوربند نه دی شوی، او وروسته یې په یوه خبرپاڼه کې ژمنه وکړه چې د انتخاباتو په بهیر به حملې وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات روان دی، ولسمشرحامدکرزي په خپله وینا کې وویل، چې دی د سولې د هڅو د بریالي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلی کرزی داسماعیله فرقې د مشر سیدمنصورنادري په بلنه کیان درې ته تللی و، او هلته يې د خپلو زرګونو پلویانو په ډله کې چې ډېر شمېر يې له لیرې واټنونو څخه ورغلي ، او تېره شپه هم هلته پر وچ ډاګ ویده شوي وو، خبرې کولې.

ده وویل د افغانستان د کړاوونو د حل لپاره د اوږدمهال د حل لاره د پوهنې پرمختګ دی.
XS
SM
MD
LG