د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

يوناما:خلك بايد پريښودل شي خپل زعيم انتخاب كړي


د ملګرو ملتونود دفتريوه وياند حليم صديق
د ملګرو ملتونود دفتريوه وياند حليم صديق
په كابل كې دملګروملتونوددفتريوۀ وياند حليم صديق دچهارشنبې په ورځ آزادۍ راډيوته وويل چې دوى ددولت له وسله والومخالفينونه غواړي چې ددې هيواد دخلكوهيلوته درناوى وكړي اوهغوى پريږدي چې په ډاډمنه امنيتي فضا كې دخپل زعيم دانتخابولولپاره راي وركړي:

( موږ به هغوكسانوته چې له تاوتريخوالي څخه خبرې كوي اجازه ورنكړو چې خلك دخپل هيواد دراتلونكي په اړه له پريكړونه منع كړي.
البته داكاربه دامنيتي تدابيرو اود راى وركولوپه مركزونوكې دامنيتي ځواكونوپه ډيرولوسره ترسره كړو.

موږ هيله من يو هغه كسان چې غواړي دانتخاباتوپروسه ګډه وډه كړي مخكې له دې چې كوم اقدام وكړي پوه شي چې دوى دخلكوهيلوته پام نكوي).

په افغانستان كې دملګروملتونودسازمان چارواكي په داسې حال كې ددولت له وسله والومخالفينونه غواړي چې داسد يا زمري دمياشتې دنهه ويشتمې نيټې دانتخاباتوپه وړاندې دې خنډ نه جوړوي چې په دې وروستيوكې طالبانوديوې اعلاميې په خپرولوسره ويلي دي چې انتخابات تحريموي اودانتخاباتوپه ورځ به درايې اچوولومركزونوته ټولې غزيدلې لارې وتړي.

په عين حال كې يوشميرافغان څيړونكي وايي چې وسله وال طالبان دا توان لري چې دانتخاباتوبهيرګډوډ كړي.

وحيد مژده هم دطالبانونويوګواښونو ته په اشارې سره په دې باوردى چې ددولت وسله وال مخالفين كولاى شي دخپل كنټرول لاندې سيموكې تاوتريخوالى رامنځ ته كړي اودانتخاباتوشفافيت ترپوښتنې لاندې راولي:

"دا طالبانو اصلي هدف دادی چې په هغو هېوادونو کې چې د افغانستان سره مرسته کوي خلکو ته دا مسله وښېې چې په افغانستان کې بهرني قووتونه هم په نظامي او هم په سیاسي برخه کې ماتې خوړلې دي دا انتخابات به د قومي له لحاظه ترپوښتنې لاندې رانشي او دا به د افغانستان لپاره ښې پایلې ونلري او طالبان پدې پوهیږي."

خوله دغوټولو انديښنوسره سره افغان اونړيوالوځواكونودانتخاباتودامنيت دټينګښت لپاره له تازه هڅواوهلوځلوڅخه خبروركړى.

دافغانستان دكورنيوچارو وزيرمحمد حنيف اتمردتيرې دوشنبې په ورځ په كابل كې يوۀ خبري كنفرانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواكونه دنړيوالوعسكروپه مرسته دا توان لري چې داسد يا زمري دمياشتې دنهه ويشتمې نيټې دانتخاباتوامنيت ددې هيواد په هره برخه كې ټينګ اوخلك په آرامه او ډاډمنه فضا كې رايې وركړي.
XS
SM
MD
LG