د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

باركزى:موږهڅه کوو په انتخابات كې د درغلیو مخه ونيسو


د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كميسيون د دارالانشاء مرستيال ذكريا باركزي
د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كميسيون د دارالانشاء مرستيال ذكريا باركزي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي د دوشنبى په ورځ په يو خبري ناسته كې وويل چې د خلكو د اندېښنو د لرې كولو لپاره يې، د انتخاباتو ټول تخنيكي او لوژستيكي وسايل بشپړاوپرسونل يې هم ورته تياركړي دي:

"زه دانه وایم چې په انتخاباتو کې به تقلب ونه شي، خودا وایم چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تخنیکي، لوژیستیکي او ترانسپورتي وسایلو او وسایطوکنترول ته بشپړ تدابیرنیولي دي.

د انتخاباتو په بهیرکې د سیاسي ګوندونو او کانديدانو استازیو، د مدنې ټولنوغړیواومطبوعاتو ته دا حق ورکړل شوی چې دا بهیر په جدي توګه وڅاري او هرډول سرغړاونې به د انتخاباتو له کمیسیون سره شریکې کړي ترڅو په انتخاباتوکې د تخطي مخه ونیول شي."

ذكريا باركزي زیاته کړه، د هېواد اتلس ولايتونوته يې، انتخاباتي مواد او پرسونل رسولي، دولسو ولايتونو ته د رسېدو په حال كې دي او څلورو نورو ته يې دانتخاباتي موادودلیږلوتدابيرهم نيولي دي.

سربيره پردې د اروپايي ټولنې پلاوي چې د انتخاباتو د څارنې په مقصد افغانستان ته راغلي، وايي چې، د انتخاباتو په بهيركې به د درغليو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي او هرډول تخطي به په جدي توګه محكومه كړي.

ويل كيږي چې څو ورځې مخكي د ډاكترعبداله دانتخاباتي كمپاين مسول عبدالستارمراد يوې عربي رسنۍ ته ويلي، كه چيرې د انتخاباتونتیجه د دوي په ګټه اعلان نه شوه، دوي به په سلګونو وسله وال لارو او كوڅوته راوباسي اوحالات به ګډوډ كړي.

خو ډاكترعبداله په دې وروستيوكې يوى خبري غونډې ته وويل چې، دوی به د انتخاباتو نتايج ومني اوهيڅكله به د امنيت د گډوډولو هڅه ونه كړي.
XS
SM
MD
LG