د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

جنرال عظیمي: د انتخاباتو د امنیتي پلان تطبیقات پیل شوي دي


جنرال ظاهر عظیمي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند
جنرال ظاهر عظیمي د افغانستان د دفاع وزارت ویاند
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د چهار شنبې په ورځ د ایساف ځواکونو له ویاند سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د دغو تطبیقاتو لپاره د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو یوه ګډ پلاوي ولایتونو او ساحو ته سفرونه پیل کړي دي:
"د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د دغو دواړو وزارتونو د مسلکي کدرونو له یوه پلاوي سره ولایتونو ته سفر کوي.

دوي به هغه پلان چې په نظري توګه موږ په کاغذ کې پلی کړي دي او بیا مو د کابل د هوايي ډګر په شمال کې پرې تطبیقات هم کړي،عملاً د دغه پلان تطبیقات د انتخاباتو د ترسره کولو په ساحو کې یو ځلې ترسره کړي او له نږدې به یې کنترول کړي."

ښاغلي عظیمي وویل، چې د انتخاباتو په ورځ او له هغې وروسته د نتایجو تر راڅرګندېدو پورې به د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا ګډ امنیتي تدابیر نیول شوي وي.

هغه وویل، په افغانستان کې میشت ټول افغان او بهرني ځواکونه به چې شمېر یې شاوخوا درې لکه کیږي، د انتخاباتو د امنیت په ټینګولو کې برخه ولري.

نوموړي وویل، چې د انتخاباتو د امنیت د ساتلو رهبري به د افغان ځواکونو پرغاړه وي.


په دغه خبري کنفرانس کې د ایساف ځواکونو ویاند وویل، چې ناټو به په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د امنیت د لا ټینګولو په هدف یوه نوې قومنداني جوړه کړي.

ایرک ټریمبلي وویل، دغه نوې قومندانۍ چې د ناټو د عمومي قومندانۍ تر رهبرۍ لاندې به کار کوي ورځنۍ چارې پر مخ بیایي:
"د ډګر جنرال ریډ ریګس په مشرۍ به یوه نوې قومندانۍ جوړه شي، چې مسولیت او وظیفه به یې د ورځنیو عملیاتو څارنه، له سیمه یېزو قومندانانو سره د هماهنګۍ رامنځ ته کول او د ولایتي بیارغونې ډلو لا ښه تنظیمول وي.

په دې توګه به موږ له تکتیکي پلوه له افغان دولت او خپلو ملګرو سره همغږي شو او پر مخ به ولاړ شو."

ټریمبلي وویل، د ناټو اوسنی عمومي قومندان سټنډلي مک کرسټال به په لوړه او ستراتيژیکه سطحه کارونه پر مخ بیايي.

په داسې حال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسلوال مخالفینو فعالیتونو زور اخیستی دی، د اسد د میاشتې د نهه ویشتمې نېټې د انتخاباتو د امنیت ټینګولو د افغان دولت او نړیوالې ټولنې په وړاندې یو لوی چلنج بریښي.

وسلوالو طالبانو د تیرې سه شبنې په شپه په کابل ښار لس راکټونه وویشتل او ګواښ یې وکړ چې د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو هڅه به وکړي.

خو افغان چارواکي بیا د دوي دغه څرګندونې تبلیغات بولي او وايي، چې د کومې لویې ستونزې د رامنځ ته کولو توان نه لري.
XS
SM
MD
LG