د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د اندس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.
د ترکیې د طبیعي پیښو ادارې وویل چې په وروستیو کلونو کې دا تر بل هر وخت سخته زلزله وه.
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی. ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.
امریکایي او ایراني چارواکو د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه دویم دور مذاکرو کې ګډون وکړ. د امریکا دریځ دا دی چې ایران د یورانیمو له بډاینې لاس واخلي.
د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې د هغه اقدام هرکلی کړی چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هغه ته ابلاغ کړې ده.
د امریکا په فلوریدا ایالت کې یوه بریدګر په ډزو سره لږ تر لږه دوه کسان وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه د شرم وړ بللې خو ویلي یې دي چې دی به د تل په څېر بیا هم د وسلو د ګرځولو د خوندیتوب ملاتړی وي.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې ایران د څو اټومي بمونو د جوړولو لپاره اړین توکي لري خو لا تر اوسه اټومي وسلې نه لري.
د منځني ختیځ د چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی او له ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د پلاوي مشر سټیف ویټکوف ویلي دي چې ایران باید د یورانیمو له غني کولو او اټومي فعالیتونو لاس واخلي.
د سپینې ماڼۍ د مدیریت او بودیجې دفتر د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې د نږدې ۵۰ سلنې کمولو لپاره یو وړاندیز کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا او ایران ترمنځ به د ا ټومي خبرو اترو دوهم پړاو هم په عمان کې ترسره شي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت دا بیان د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر انتونیو تاجاني له وینا سره په ټکر کې دی چې ویلي یې و دا خبرې به په پلازمینه روم کې وي.
د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او اروپايي ټولنې د اوکراین په شمال کې پر سومي ښارګوټي د روسیې مرګونی برید غندلی. یکشنبه د روسیې په دوو توغندیزو بریدونو کې د سومي ښار شاوخوا ۳۴ اوسیدونکي ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپيان شول.
نور راوښيه