د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

پر اوکراییني ښارګوټي مرګونی برید؛ ټرمپ او نورو نړیوالو رهبرانو غندلی


د سومي ښار مرکز چې په توغندیو لګېدلی او اور یې اخیستی
د سومي ښار مرکز چې په توغندیو لګېدلی او اور یې اخیستی

د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او اروپايي ټولنې د اوکراین په شمال کې پر سومي ښارګوټي د روسیې مرګونی برید غندلی. یکشنبه د روسیې په دوو توغندیزو بریدونو کې د سومي ښار شاوخوا ۳۴ اوسیدونکي ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپيان شول.

د سومي خلک او چارواکي د پرونۍ مرګونۍ پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره د ویر او ماتم مراسم نیولي وو.

د مایکولیفکا ښاروال سرهي پاسیک په دې غونډه کې وویل:

«موږ راغلي یو چې د خپل ښار هغو ماشومانو او اوسیدونکو ته درناوی وړاندې کړو چې وژل شوي دي.»
اوکراینی چارواکی

د ازادې اروپا راډیو یو خبریال چې تر پېښې لږ وروسته سیمې ته رسیدلی وايي چې برید د وړوکي ښار په مرکز کې د ګڼې ګوڼې په ځای کې پر داسې وخت شوی چې اوکراینیان د عبادت لپاره کلیساګانو ته روان ول.

په هغه برید کې چې اوکراییني چارواکي وايي خوښه یي مهمات کارول شوي وو لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپیان شول.

په وژل شویو کې دوه ماشومان او په ټپیانو کې بیا ۱۵ ماشومان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې او متحده ایالتونو په سومي ښار د روسیې دا بریدونه په کلکه غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي دي چې حملې انتونیو ګوتېرېش "ته سخت ټکان او صدمه" رسولې ده او ویلي یې دي چې "په تېرو اونیو کې د اوکراین پر وړو او لویو ښارونو ورته بریدونه دوام" لري.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر سومي د روسیې برید "وحشتناکه عمل" وو.

ولسمشر ټرمپ الوتکه کې د خبرو پر مهال
ولسمشر ټرمپ الوتکه کې د خبرو پر مهال

نوموړي له فلورېډا څخه واشنګټن ته د پرواز پر مهال خبریالانو ته وویل:

«دا ډاروونکی کار وو. ما ته ویل شوي چې له هغوی تېروتنه شوې ده. خو زه فکر کوم چې دا یو وحشتناکه عمل دی. زما په اند دا ټوله جګړه خورا وحشتناکه ده.»

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا فن دیر لاین ویلي دي چې په سومي ښار برید "د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه" وه او زیاته یې کړه چې "د اوربند عملي کولو لپاره قوي اقدامات په کار دي."

مسکو په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین له پراخ یرغل راهیسې پر ملکي اهدافو د قصدي حملو تورونه رد کړي دي.

دا پر دې سربېره ده چې روسیې د شخړې په اوږدو کې پر روغتونونو، ښوونځیو، د انرژۍ پر مرکزونو او هستوګنو ودانیو په بیا بیا بریدونه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر سومي برید "د روسیې توغندیو وحشتناکه حمله" وبلله او د اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کېلاګ وویل چې له دیني پلوه د مسیحیانو د سپېڅلې یکشنبې پر ورځ "سومي کې پر ملکي اهدافو د روسي ځواکونونو برید د شرافت له هرې کرښې" د اوښتو معنا لري.

د اوکراین پر سومي ښار باندې د روسیې برید "یوه لویه تراژیدي ده"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:27 0:00

د جرمني راتلونکي صدراعظم فریدریښ مرڅ پر روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په یو "قصدي جنګي جرم" تورن کړ.

د نورو ترڅنګ د برېتانیا، فرانسې او اېټالیا مشرانو هم سمدستي د برید غندنه وکړه.

تر نړیوالو چارواکو او مشرانو مخکې اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي برید وغنده.

نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه پر اېکس په بیان کې ویلي چې روسي توغندیو د هغې سیمې "یو عادي کوڅه - چې هستوګنې ودانۍ او تعلیمي ادارې پکې دي - او عادي ژوند په نښه کړی دی."

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG