د ایران دولتي خبرې اژانس ایرنا د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند اسماعیل بقایي په وینا خبر ورکړ چې پریکړه شوې ده چې دا خبرې به د اپریل په نولسمه په مسقط کې وشي.
تر دې مخکې پرون د ایتالیا د بهرنیو چارو وزیر تاجاني د جاپان د سفر پرمهال اعلان کړی و چې دوی له دواړو خواوو داسې غوښتنه ترلاسه کړې ده چې په روم کې به خبرو ته سره کښیني.
تاجاني د جاپان په اوساکا کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې د تل په څیر د هغو غونډو هرکلي ته چمتو دی چې د اټومي مسالې په څیر قضایاو کې مثبته نتیجه ترې ترلاسه شي.
تاجاني زیاته کړه چې روم ځان د سولې او منځګړیتوب پلازمینه ګڼي او ایتالیا د هغو مذاکراتو حمایت کوي چې د اټومي قضیې د حل سبب کیږي او سولې ته لاره هواروي.
د عراق د دولتي خبرې اژانس په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم پرون له خپل عراقي سیال سره د خبرو پرمهال ویلي و چې دا خبرې به په روم کې وي.
تهران او واشنګتن ویلي دي چې د خبرو لومړی پړاو مثبت او رغنده و.
د لومړي پړاو خبرې د شنبې په ورځ په مسقط کې وشوې چې د ایران د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا د متحد ایالتونو د پلاوي مشري د امریکا د منځني ختیځ په چارو کې مسوول ستیف ویټکوف کوله.
د لومړي پړاو تر خبرو مخکې ښاغلی ویتکوف روسیې ته ولاړ، اوس ایران ویلي دي چې د نوي پړاو خبرو تر پیل مخکې به ښاغلی عراقچي مسکو ته سفر وکړي.
ایران دا خبر هم تایید کړی چې د دوهم پړاو خبرو تر پيلیدو مخکې به د اپریل په شپاړسمه د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې عمومي مشر رافیل ګروسي ایران ته ولاړ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام سوله ییز دی او غواړي داسې تړون وکړي چې د هغو بندیزونو لرې کولو سبب شي چې د دوی اقتصاد یې ځپلی دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي دي، که چیرته ایران کومې موافقې ته ونه رسیږي، د اسراییل په مشرۍ به د دغه هیواد پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.
د اټکلونو له مخې ایران کولی شي چې له یوې اونۍ څخه په کم وخت کې د یوه بم لپاره یوارنیم غني کړي.