یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا خبرې د روم په کامیلو چایا سیمه کې د عمان په سفارت کې د تړلو دروازو تر شا وشوې.
دا مذاکرات، چې د ایسټر رخصتیو په جریان کې ترسره شوې، د امریکايي پلاوي مشري د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ایران د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وکړه.
د دې خبرو اترو منځګړیتوب د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعید په غاړه دی چې د دواړو لوریو خبرو مدام یو بل ته رسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په روم کې د ایران او امریکا خبرې "غیر مستقیمې" دي، او زیاته یې کړه چې: «موږ پوهیږو مخ په وړاندې لاره اسانه نه ده . او موږ په خلاصو سترګو روان یو.»
د لومړي دور خبرې هم چې تېره اوونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې وشوې د ایران په اټومي پروګرام څرخېدې.
د امریکا ولسمشر بیا ګواښ هم کړی وو چې که تړون ونه شي په ایران پوځي اقدام کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغو خبرو په درشل کې ویلي چې هیله لري د ایران خبرې اترې به "ګټورې" وي.
هغه په پاریس کې له غونډې وروسته وویل: "موږ به ټول یو سوله ایز او دوامداره حل غوره کړو.
خو، هغه زیاته کړه، "دا باید داسې یو څه وي چې نه یوازې اوس، بلکې په راتلونکي کې هم ایران د اټومي وسلو لرلو څخه منع کړي."
متحده ایالات او نور لویدیځ هیوادونه له اوږدې مودې راهیسې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه تورنوي. تهران په دوامداره توګه دا تورونه رد کړي، او ټینګار کوي چې هڅې یې د لکه د بریښنا تولید په څېر د ملکي اهدافو لپاره دي.
د جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو وروسته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې مخکې دور ولسمشرۍ کې یې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د نړۍ د اټومي قدرتونو اټومي تړونه خپل هېواد ایستلی وو، د ایران پر وړاندې د بندیزونو "اعظمي فشار" کمپاین بیا پیل کړ.
تیره میاشت، هغه د ایران رهبر آیت الله سید علي خامنه يي ته یو لیک واستاوه او د اټومي پروګرام په اړه یې د خبرو د پيل غوښتنه وکړه. هغه همدارنګه خبرداری ورکړی وو چې ډیپلوماسي ناکامه شي نو پوځي اقدام به کوي.
په عمان کې د خبرو له پیل سره سره امریکا سیمې ته اوږده واټن بم غورځونکې الوتکې او د دویمې الوتکې وړونکې طیارې واستولې.
ټرمپ د اپریل په ۱۷مه خبریالانو ته وویل: «زه د پوځي انتخاب د کارولو لپاره په بیړه کې نه یم. زه فکر کوم چې ایران غواړي خبرې وکړي.»