د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د روسي سفیر په حواله راغلي چې د روسیې د سترې محکمې د اقدام په اساس: «د افغانستان اسلامي امارت چې پخوا د طالبانو د غورځنګ په نوم یادېده د ممنوعه ډلو له لیسټ څخه وایستل شو»
د روسیې سفیر یاد ګام د روسیې او افغانستان تر منځ د روسیې او افغانستان تر منځ په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه یاده کړې ده.
همدارنګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د حکومت له دې ګام ستاینه او مننه کړې او د افغانستان او روسیې تر منځ یې د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ یاد کړی دی.
ښاغلي متقي همداراز زیاته کړې چې له یادې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه لاړ.
د روسیې سترې محکمې پرون د اپرېل په اولسمه اعلان کړی چې طالبان یې د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي.
اسوشیتد پریس اژانس دا پریکړه د طالبانو لپاره دیپلوماتیکه بریا وبلله.
مسکو په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې له دوی سره یې هر ډول اړیکه د روسیې د قانون له مخې د سزا وړ وبلله.
بل لور ته په تیرو کلونو کې چې طالبان په تورلست کې شامل وو؛ مسکو د افغانستان لپاره د روسیې دننه په جوړو شویو غونډو کې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه ورکوله.
د اسوشیتد پریس اژانس په باور روسیې دا کار د دې لپاره کاوه چې ځان د یوه سیمه ییز ځواک په توګه د منځګړي په حیثت څرګند کړي.
وروسته له دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو روسیي چارواکو له طالبانو سره د ښکیلتیا پر اړتیا ډیر ټینګار کړی دی.
د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیزونه د دې لامل شول چې د دوی حکومت په نړیواله کچه منزوي پاتې شي خو د اسوشیتید پرېس په وینا طالبانو له ځینو هیوادونو سره د چین او متحد عربي اماراتو په ګډون دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړې دي.
د پخواني شوروي اتحاد دوو جمهوریتونو، قزاقستان او قرغزستان د طالبانو نومونه د ترهګرو ډلو له لست څخه لرې کړل، په ځینو اروپایي هیوادو کې د پخواني جمهوري نظام سفارتونه د طالبانو ملاتړیو ته وسپارل شول.
د اسیایي پروګرام د کړکیچ ګروپ یوه جګپوړي شننونکي ابراهیم بهیس اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې د ترهګرو په ډله کې د طالبانو نوم د مسکو لپاره له قانوني پلوه یو خنډ و چې له سیاسي او اقتصادي پلوه یې د روابطو د پراختیا مخه نیوله.
د جنوبي اسیا د چارو شننونکي مایکل کوګلمن هم اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي د روسیې دا پریکړه چې طالبان د ترهګرو په لست کې شامل کړي، له پيله سمه نه وه ځکه د ده په باور اکثرو هیوادونو کله هم طالبان د ترهګرو په ډله کې نه ګڼل. خو ښاغلي کوګلمن زیاته کړې چې د مسکو اوسنۍ پریکړه هم د روسیې لپاره او هم د طالبانو لپاره ګټه کوي.
د کوګلمن په نظر د روسیې لپاره یې ګټه دا ده چې اعتماد به رامنځته کړي چې د لا زیاتو ښکیلتیاو لپاره به لاره هواره شي او مسکو به وکولی شي چې په افغانستان کې خپلې ګټې په ښه توګه خوندي کړي، په ځانګړي توګه د داعش خراسان څانګې په اړه چې کومې اندیښنې لري.
کوګلمن بیا ویلي د طالبانو لپاره د روسیې د سترې محکمې پریکړه دا ګټه لري چې په نړیواله کچه به د دوی د منلو لپاره یو ډول زمینه مساعده کړي.