سټیف ویټکوف د سې شنبې په ورځ په ایکس شبکې کې ولیکل: "دا د نړۍ لپاره اړینه ده چې یوه سخته او عادلانه معامله ترلاسه شي چې دوامداره وي، او دا هغه څه دي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي».
ویتکوف د اپریل په ۱۴مه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي و چې له ایران سره به توافق د یورانیمو د غني کولو او د وسلو د جوړولو په تړاو وي چې په دې کې د ایران د توغندیو ډولونه او هغه توغندي چې هلته زیرمه شوې دي، همداراز د بم د چاودنې میکانیزم پر موضوعاتو به هم خبرې کیږي.
تهران او واشنګټن د شنبې په ورځ د اپریل دولسمه په عمان کې د اټومي خبرو اترو لومړی پړاو ترسره کړ، او دواړو وروسته دا خبرې اترې "مثبتې" او "رغنده" وبللې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۱۴مه اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو به د اپریل په ۱۹مه په عمان کې ترسره شي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دې وزارت د ویاند اسماعیل بقايي په حواله راپور ورکړی چې پریکړه شوې چې مسقط به د خبرو اترو کوربتوب ته دوام ورکړي. خو دا اعلان د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني له خبرو سره په تضاد کې دی.
تاجاني د اپریل په ۱۴مه ویلي و چې ایټالیا د اړوندو خواوو غوښتنه ترلاسه کړې او اعلان یې وکړ چې روم به د خبرو اترو کوربه وي.
په عین حال کې، د اکسیوس خبري ویب پاڼې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په سهار په سپینه ماڼۍ کې د خپلې ادارې له لوړ پوړیو امنیتي او بهرني سیاست چارواکو سره د ایران د اټومي خبرو اترو په اړه یوه پټه غونډه وکړه.
د راپور له مخې، باخبره سرچینو ویلي چې د دې غونډې موخه د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره د متحده ایالاتو دریځ ټاکل و. دا خبرې اترې به د شنبې په ورځ ترسره شي.