د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۳

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نیمایي بودیجې د کمیدو وړاندیز شوی


په واشنګتن ډي سي کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ
په واشنګتن ډي سي کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ

د سپینې ماڼۍ د مدیریت او بودیجې دفتر د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې د نږدې ۵۰ سلنې کمولو لپاره یو وړاندیز کړی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو ویلي دي چې په بهر کې د یو شمیر ډیپلوماټیکو ماموریتونو تړل، د دیپلوماتانو د شمیر کمول، او د ملګرو ملتو او ناټو په شمول د نړیوالو سازمانونو د بودیجې د کمیدو وړاندیز شوی دی.

دا وړاندیز تیره اونۍ د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې شو او لا هم په لومړنیو مرحلو کې دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د غونډو د یادښتونو پر بنسټ په دې وړاندیز کې د هغه اصلي دفتر حذفیدل هم شامل دي د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتیدلي افغانان په نورو هیوادونو کې میشتوي، همداراز د خپلواک حکومت د څارنې دفتر چې په افغانستان کې د امریکا د پروګرامونو د موثریت او د فساد د اروزنې چارې مخته وړي، بندیدل په دې وړاندیز کې شامل دي.

د یادښتونو پر بنسټ په دې وړاندیز کې د هغو بودیجو پر نیمایي کیدو تاکید شوې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د امریکا د پرمختیایي ادارې( یو ایس ایډ) له لورې مخته وړل کیږي.

دا بودیجه په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۵۲ ملیارده ډالر وه.

د فرانس پریس اژانس په وینا، هغه چارواکي چې له دې موضوع سره بلد دي وايي چې دا وړاندیز باید لاهم د بیاکتنې له څو مرحلو څخه تیر شي مخکې لدې چې کانګرس ته وړاندې شي. د کانګرس غړیو په تیرو وختونو کې د سپینې ماڼۍ د اصلاحاتو لپاره د بودیجې غوښتنې سمې کړي او حتی رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG